اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي په مري كښې د يوې كورنۍ د 8 كسانو پشمول د حق رسېدلي د اسلام آباد پوليس اے اېس آئي نويد اقبال ورور سره غمرازې كولو لپاره په ټيليفون رابطه وكړه. د ايوان صدر د پرېس ونګ لخوا د اتوار په ورځ په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د يوې كورنۍ د 8 كسانو په مړينه د غم څرګندونه وكړه او وې وئيل چې د نويد اقبال او د هغه د كورنې پشمول په پېښه كښې د ماشومانو په مړينه ډېر غم جن شوے دے. صدر مملكت ووئيل چې د غم په دې وخت كښې زما همدردۍ ځپلې كورنۍ او د دوي خپلوانو سره دي. ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښادو ته په جنت الفردوس كښې مقام عطا كړي. صدر مملكت كورنۍ سره غمرازي وكړه او دوي لپاره ئې د زغم دعا هم وكړه.
مضمون کا ماخذ : خون چوسنے والے II