اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي وفاقي كابينې د تېرو لسو كلونو په مهال د اخستې شوو بهرنيو قرضونو د آډټ٬ په اي سي اېل كښې د اچولې شوو د 3 زرو نه د زياتو نامو بيا د سره د جاج اخستو٬د سټيل مل ملازمانو د روانې مياشتې د تنخاګانو د ادائيګۍ٬د ايئر وائس مارشل ارشد محمود ملك د پي آئي اے چيئرمېن په توګه٬د ميا محمد سومرو د نجكارۍ كميسون چيئرمېن او د عون عباس د پاكستان بېت المال د اېم ډي غوره كولو او د يوريا سرې اخستو لپاره په پيرا رول 35 كښې د نرمۍ كولو منظوري وركړې ده ٬د كے اليكټرك د چين كمپنۍ سره د لوظ نامې جاج اخستلو لپاره د عبدالرزاق داؤد په مشرۍ كښې كمېټي جوړه كړی شوې٬وفاقي كابينې د نېب چيئرمېن ته هدايت كړی چې ??ېب په هائي پر??فائل كيسونو كاروائي ګړندې كړي٬ د ټېكس نه ادا كوونكو د سيګرټو او د پينټ كمپنو په ضد د كاروائۍ كولو پر??كړه شوې ده ٬د سمګل شوو موبائلونو پھ كارولو به د روان كار تر پاې بندېز ولګولې شي۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د كابينې د غونډې نه پس مېډيا ته د بريفنګ وركولو په مهال د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل كابينې پر??كړه كړې چې د تېرو لسو كلونو په مهال د اخستلې شوي ټول قرض د كارولو آډټ دې وكړی شي۔د حكومت دا ترجيح ده چې د هېواد لوټل شوې پېسې بېرته راوړلې شي خو زمونږ د دې هڅې په ضد اپوزېشن اختجاج كوي٬ده ووئيل لكه څنګه چې ??ارلمان په انتخابي درغلۍ د پارلمان كمېټي جوړه كړې هم دغسې به نن د وزيراعظم عمران خان د اجازې اخستلو نه پس په پارلمان كښې قرارداد وړاندې كوم چې ??كښې به دا غوښتنه كېږي چې د تېرو لسو كلونو په مهال پاكستان اوسني صورتحال ته د رسوونكو ټاكنې لپاره دې پارلماني كمېټي جوړه كړې شي٬كومه چې د قامي مجرمانو په ضد مقدمو چلولو لپاره خپل كردار ترسره كړي??ده ووئيل كابينې د ايئر وائس مارشل ارشد خان د پي آئي اے چيئرمېن په توګه د ټاكنې منظوري وركړې۔د پي آئي اے نوي چيئرمېن ته هدايت شوې چې ??غه د پي آئي اے ري سټركچرنګ او آپرېشنل چارې بهترې كړي ځكه چې ??ه دې وخت كښې په پي آئي اے 406 اربه روپۍ پور پورے دے او هره مياشت پي آئي اے د دوه اربه زيان كوي٬ وفاقې وزير ووئېل د پي آئي اے د سي اي او په ټاكنه كښې تاخير شوې٬د پي آئي اے د سي اي او ټاكنې لپاره به ډېر زر اشتهار خپور كړی شي او د دې نه پس به پاتې پړاؤنه ترسره كړې شي۔د اطلاعات وزير ووئيل د اسلام آباد د نوې نړيوالې هوائي اډې د كار پېل كېدو په وخت د لګښت اندازه د 36 نه تر 38 اربه روپۍ وه خو چې ??له دا پر??ژه ترسره شوه نو لګښت يې د 100 اربه نه هم زيات شوې٬كابينې د پر??ژې د تفصيلي آډټ او د پر??ارمنس آډټ كولو منظوري هم وركړې??ده ووئيل د نېب چيئرمېن ته هدايت شوې چې د هائي پر??فائل كيسونو د انكوائرۍ او تحقيقاتو عمل ګړندې كړي٬ ده ووئېل د هائي پر??فائل كيسونو بهتر كولو ضرورت دے۔وفاقي وزير ووئيل كابينې د اي سي ايل د معاملې جاج هم اخستې
وفاقي كابينې د تېرو لسو كلونو په مهال د اخستې شوو بهرنيو پورونو د آډټ٬په اي سي اېل كښې د اچولې شوو د 3 زرو نه د زياتو نامو بيا د سره د جاج اخستو
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار