لنډی کوتل 23 دسمبر (اے پی پی) افغانستان دې خپله خاوره د پاکستان په ضد استعمال نه كړي او د هند د سازشونو څخه دې ډډه وكړي، پاکستان سيمه كښې امن غواړي او دواړه هېوادونه خپل?? كښې نزدې خپلولي لري دې لپاره بايد دواړه هېوادونه خپل?? كښې مثالي اړيكې جوړې كړي ، دغسې چې د پرمختګ او سوكالۍ يو نوې دور پيل شي۔ د دې خيالاتو څركندونه وفاقی وزیر پیر نورالحق قادری لنډي کوتل جرګه هال كښې د پریس کلب نوې ټاكلې شوي کابینې ?? سوګند پورته كولو دستورې ته وكړه۔ د خیبر ضلع لنډی کوتل تحصیل جرګه حال كښې د لنډي كوتل پریس کلب نوې ټاكلې شوي کابینې څخه وفاقی وزیر نورالحق قادری سوګند واخست۔ تفصیلاتو له مخې د لنډی کوتل جرګه هال كښې د لنډي كوتل پریس کلب د سوګند پورته كولو دستوره وشوه ، د كومې مشر ميلمه چې وفاقی وزیر پیر نورالحق قادری ؤ دغسې پھ نورو ميلمن?? كښې د لنډي كوتل اسسټنټ کمشنر محمدعمران، د طورخم تحصیلدار شکیل برکی، د زخه خیل تحصیلدار غنچه ګل، د جمرود پریس کلب صدر اول شیر آفریدی،ملك دریا خان آفریدی ٬ ملك عبدالرزاق آفریدی پشمول سیاسی مشران او نورو ګډون وكړو۔ دستورې ته په خپل خطاب ??ښې وفاقی وزیر پیر نورالحق قادری ووئيل صحافت د ریاست څلورمه ستن ده ، ځكه چې خبريال په كومه سترګه ټولنې ??ه ګورې هغې سره د ټولنې ??صلاح كېږي۔ ده ووئيل د خبريا??ان?? ستونزې به حل كولې شي۔ ده ووئيل د خبريا??ان?? څخه هم دا توقع لرو چې م??بت تنقید به كوي د كوم يو ګوند يا تن ملګرتيا به نه كوي بلکه هغه څه به رامخې ته كوي چې ورسره د سيمې ګټه وشي۔
افغانستان دې خپله خاوره د پاکستان په ضد استعمال نه كړي، د مذهبي چارو وفاقی وزیر
مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ