اسلام آباد 30 جنوري (ار پي پي) د سېنېټ چیئرمېن محمدصادق سنجرانی، ډپټی چیئرمېن سېنېټر مرزا محمد آفرید ی، د حكومتي ډلي مشر سېنېټر اسحاق ډار او د مخالفي ډلي مشر سېنېټر ډاكټر شهزاد وسیم پېښور كښې د پولیس لائنز په جومات كښې د چاؤدني غندني كولو سره وئيلي ترهه ګر به خپلو ناوړه مقصدونو كښې بريالي نشي، ټول قام د ترهه كرو په ضد يو موټې دې۔د سېنېټ سیكرټریټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د سېنېت چیئرمېن محمد صادق سنجرانی وئويل ترهه ګر به خپلو ناوړه مقصدونو كښې چري هم كامياب نشي۔د ترهه ګرۍ په ضد د پاكستان حكومت، سكیورټی ادارو، اولس او د پارلیمان عزم غیر متزلزل دې۔د ترهه ګرۍ پېښي زمونږ حوصلے كمزوري كولې نشي ۔ د سېنېټ چیئرمېن چاؤدنه كښې د ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا هم وكړه۔
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن