اسلام آباد06 جنوری (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي چې چين زمونږ پخوانې ملګرې دې چا چې په هر سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې٬د سي پیك له مخې د اربونو ډالرو پرمختيائي پروژو كښې سرمايه كاري د چين پاكستان سره د ملګرتيا ښكاره ثبوت دې٬د چين كمپنۍ دې د حكومت سولرائزېشن منصوبو كښې برخه واخلي۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم سره د سي اي او اېس هائيډو په مشرۍ كښې د چين كمپنۍ پلاوي د جمعې په ورځ ملاقات كړی۔په ملاقات كښې وزيراعظم د چين كمپنۍ په پاكستان كښې د پن برېښنا پروژو كښې كار وستائېلو۔وزيراعظم د چين كمپنۍ له د حكومت سولرائزېشن منصوبو كښې سرمايه كارۍ بلنه وركړه پلاوي وزيراعظم له د كمپنۍ د اړخه سولرائزېشن په حقله د 600 مېګاواټه منصوبو كښې سرمايه كارۍ كولو كښې خوښي لرلو څخه خبر كړو۔په دې وزيراعظم د هغوي هركلےوكړو۔د چين پلاوي وزيراعظم له د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره 1 لك ډالر مرستې چيك هم وركړو۔وزيراعظم د چين كمپنۍ د سېلاب ځپليو د مرستې جزبه وستائېله
چين زمونږ پخوانې ملګرې دې چا چې په هر سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې۔محمد شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری کے انعامات