اسل??م آباد 21 مارچ (اے پی پی) د خزانې وز??ر سناتور اسحاق ډار وئيلي دي د غېر معمولي حالاتو لپاره غېر معمولي اقدامات كومې نظريې ته اړتيا نه لري بلكې دا د قام ضرورت دے٬ پارلمان او د قامي سلامتيا كمېټۍ كه خپل كار په ښه ډول وكړي نو سباؤن كښې به د پوځي عدالتونو موده پراخا كولو ته حاجت پېښ نه شي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د آئين په 28م بدلون 2017 ا?? پاكستان آرمي ايكټ بدلون بل 2017 باندې بحث كښې د خزانې وفاقي وز??ر سناتور اسحاق ډار ووئيل پھ 2015 كښې د جوړو كړی شوو پوځي عدالتونو موده په ختمېدو د جنورۍ په وړومبنۍ نېټھ قامي اسمبلۍ كښې د پارلماني لارښودو غونډه شوې وه ۔پھ دغه كښې د سېنېټ پارلماني لارښودو هم ګډون كړے وو۔ ده ووئېل د سپيكر پھ مشرۍ كښې پنځلس غونډې شوي۔٬هېواد چې د كومو حالاتو څخه تېرېږي د هغې تر مخه دا پريكړه د وخت ضرورت دے
مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر