اسلام آباد 30 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري ن??ار ??لي خان د يو نيم كروړه كورنيو د شناختي كارډونو بيا تصديق له د مجوزه روډ مېپ ابتدائي راپور منظوري كړې دې ۔د ګل په ورځ د كورنيو چارو وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې دا منظوري د نادرا چيئرمېن لخوا داخله وزير ته وركړې شوي بريفنګ نه پس وركړې شوې۔د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري ن??ار ??لي خان په امر نادرا د كمپيوټرائز شناختي كارډونو تصديق پېل كړې۔په دې لړ كښې د خپلې كړې شوي ګڼ اړخيزه تګلاره كښې ايمنسټي سكيم٬هېلپ لائن د لارې كميونټي انګېج كولو٬د اېس اېم اېس سروس٬د ايوارډ سسټم٬د ډېټا لارې د كورنيو درك لګولو٬د فراډ په ګوته كولو لپاره د خواست كونكو او د وګړو پروفائلنګ شامل دې۔ګڼ اړخيزې تګلارې ترمخه نادرا به د پاكستان ټېلي كميونيكېشن اتهارټي 130 ملين موبائ?? فون صارفينو د سيمونو بائيو مېټرك تصديق له ډېټا كاروي۔نادرا به د هرې كورنۍ مشر ته يو مختصر پېغام(اېس اېم ا ېس)لېږي چې پكښې به خواست كولې شي چې د خپلې كورنۍ كسانو تصديق وكړي۔پېغام ترلاسه كېدو نه پس كه د كورنۍ كسانو كښې كوم غلط اندراج وموندلې شو نو د كورنۍ مشر نادرا ته”د نو”پېغام به لېږي۔د دې نه پس نادرا به د كورنۍ مشر ته خواست كوي چې خپل نزدې نادرا دفتر ته لاړ شي او د خپلې كورنۍ د غړو تصديق وكړي۔دې سره به نادرا سره د كومې كورنۍ د غېر شخص د شموليت درك لګولو له مرسته وكړي شي۔د دې نه پس به نادرا د هغه شناختي كارډ بلاك كوي او كه پاسپورټ يې جاري شوي وي نو هغه به منسوخ كوي
د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان د يو نيم كروړه كورنيو د شناختي كارډونو بيا تصديق له د مجوزه تږ لارې ابتدائي راپور منظور كړو
مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria