اسلام آباد 10 سستمبر (اے پی پی) د مواصلات وفاقي وزير مولانا اسعد محمد د ټانك په ميئر صدام حسېن بيټني د قاتلانه بريد په سختو ټكو كښې غندنه كړې۔د غمرازۍ په خپل بيان كښې ده ووئيل په ټانك كښې د امن او امان صورتحال خرابولو هڅه كېږي٬په قاتلانه بريد كښې د صدام بيټني څلور ساتندويه شهيدان شوي٬مونږ د شهيدو شوو ځوانانو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔د مواصلات وفاقي وزير مولانا اسعد محمود ووئيل د پي ټي آئي په صوبائي حكومت كښې ټاكلي استازي اوس هم محفوظ نه دي٬په ټوله صوبه كښې د جے يو آئي ټاكلي استازي او كاركنان مسلسل په نخښه كېږي٬د كے پي كے اولس د ځان او مال په تحفظ كښې د پي ټي آئي حكومت ناكامه شراغلے۔وفاقي وزير ووئيل صدام حسېن بيټني د تېرو څو ورځو راهسې په ټانك كښې د سېلاب ځپليو په خذمت كښې بوښت وو۔۔
مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II