اسلام آباد 14جنوري (اے پي پي) د ايوان صدر جامع مسجد څخه د علماء كرامو د معاشرتي ذمه وارو په سرخط د جمعې خطبه نيغ په نېغه نشر كړې شوې ده۔ صدر مملكت ډاكټر عارف علوي او د ايوان صدر چارواكو او عملې د جمعې لمونځ كښې ګډون وكړو ۔ د فېصل مسجد خطيب ډاكټر قاري ضياء الرحمن د جمعې په خطبه كښې د قرآن او سنت په رڼا كښې د علماء كرامو د معاشرتي ذمه واريو اهميت رامخې ته كړو۔ ده د اسلامي تاريخ حوالې وركولو سره د علماء كرامو د معاشرتي ذمه وارو به اړه د خپلو خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ ده ووئيل وګړو كښې د دين فهم پيدا كول او او د دوئي اصلاح كول د علماء كرامو ذمه واري ده ، د جمعې ورځ د ټولنې ٬ وګړو او د اولس د اصلاح ورځ ده۔ ده ووئيل زمونږ دين اسلام يو پراخه دين دې ، دا تر وخت ٬ قوم او سيمې محدود نه دې ، جوماتونه او منبر به د اولس او ټولنې اصلاح لپاره كارول وي، علماء كرام سماجي مسئلو حل كولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي،هغوې دې د جوماتونو څخه بهر راوځي او د سماجي مسئلو حل كولو كښې دې خپل كردار ترسره كړي۔ په دې موقع د هېواد او قوم سلامتيا، پرمختګ او سوكالۍ لپاره دعا وكړې شوه۔د جمعې لمونځ په مهال د كورونا وائرس وبا نوې چپې په تناظر كښې احتياطي تدابير عملي كړې شول
ايوان صدر څخه د علماء كرامو معاشرتي ذمه وارو په سرخط د جمعې خطبه نشر شوه
مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج