پېنډۍ۔30مئی(اے پی پی) د پاكستان – انډونيشيا د ګډې دفاعي مرستې كمېټۍ غونډې درېم دور په عملي توګه د پاكستان او انډونيشا د دفاع وزارت ترمينځه د ګل په ورځ وشو۔ د دفاع وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې ریئر اېډمرل فېصل امین، ایډیشنل سېکتر (وزارت دفاع اسلامی جمهوریه پاکستان) او مېجر جنرل ډاکټر روډن پیډراسن، ډائرېکټر جنرل سټرټیجک ډیفنس،(وزارت دفاع، جمهوریه انډونیشیا) په غونډه كښې ګډون وكړو۔ د ملاقات په مهال فریقېنو په سيمه ايزه سلامتيا ٬ د ترهګرۍ مخنوي له په پورته كړې شويو ګامونو او په خپله خپله سيمه كښې د امن ودې په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دوئي د تېر دور په ایجنډا آئټمز او د موجود دور په تازه ايجنډا پوائنټس د شوي پېش رفت جاج واخست۔ د دفاعي مرستې او تربيتي تبادلو روانه كچه زياتولو او په نوې رامخې ته كېدونكې ټېكنالجيز كښې د مرستې نوې څانګو په احاطه كولو اتفاق وكړې شو۔ د پايې په غونډه كښې په دې خبره هم د فريقېنو ترمينځه موافقه وشوه چې د پاکستان۔ انډونیشیا د ګډې دفاعی مرستې كمېټۍ راروان دور 2023 به په جكارته كښې كولې شي۔(
د پاكستان – انډونيشيا د ګډې دفاعي مرستې كمېټۍ غونډې درېم دور
مضمون کا ماخذ : مڈاس گولڈ