اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) خارجه وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي چې پاکستان يو زرعي هېواد دې او مونږ له به خپل ماحولیاتی تحفظ لپاره اقدامات کول وي،ګاونډيانو سره امن غواړو۔ده د ګل په ورځ خارجه وزارت كښې د ماحولیات نړيوالي ورځ په اړه خصوصی دستوري ته وينا كوله۔دستوري ته خارجه سيكتر سهیل محمود،یو این ډی پی پاکستان مشر کنوټ اوسټبی، د موسمي بدلون دوهمي وزيري زرتاج ګل او د موسمي بدلون خاص مرستيال ملك امېن اسلم هم خطاب وكړو۔ په دې موقع په خپل خطاب كښې خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی ووئيل ټوله نړۍ كښې ماحولیاتی بدلون اهميت لري ،د پاکستان شميره ماحولیاتی بدلون څخه ځپلې شوي وړومبو لسو هېوادونو كښې ده۔خارجه وزير ووئيل د خارجه وزارت كار عموما ګاونډيانو سره ښه اړيكي لرل دي خو مونږ د قدرتی ماحول اضافي ذمه واري ترسره كولو له هم چمتو يو۔خارجه وزير ووئيل پاکستان يو زرعی هېواد دې او مونږ له به خپل ماحولیاتی تحفظ لپاره اقدامات کول وي، په دې خوشحاله يم چې وزیراعظم عمران خان په دې اړه قوم د ماحولیاتی بدلون چیلنجونو څخه پرله پسي خبروي او په دې خوشحاله يو صدر بائیډن د ماحولیاتی بدلون خظرو څخه خبر دې او په دې اړه د ماحولیاتی سمټ كولو پرېكړه شوې۔ ده ووئيل ملك امېن اسلم په دې سمټ كښې په وزارتي كچه غونډه كښې ګډون كړې او د پاکستان نمائندګي ئې كړې۔خارجه وزير ووئيل وزیر اعظم عمران خان د 2013 نه تر 2018 خېبرپښتونخواہ كښې بلين ټري سونامي منصوبه كاميابۍ سره مخ شوي-نن هغه منصوبه 10 بلین سونامی ټری پلانټېشن شکل كښې په قومي كچه کامیابۍ سره روانه ده۔نن زمونږ ماحول دوست اقدامات په نړيواله كچه ستائلي كيږي۔خارجه وزير ووئيل سعودی ولی عهد د وزیراعظم د ماحول دوست منصوبو ستائنه كړې او سعودی عرب د مينځني ختيز شين جوړولو په منصوبه عمل كوي،مونږ ټولو له به په ګډه آلودګي ختمولو لپاره جدي هڅي كول وي۔ مخدوم شاہ محمود قریشی ووئيل مونږ له به د كرپشن آلودګي هم ختمول وي۔ دې څخه وړاندي د ماحولیات تحفظ نړيوالي ورځ په اړه د خارجه وزارت د سيوري لاندي یو این ډي پي ، اربن اینوویشن، او د موسمي بدلون وزارت په اشتراك سائیکل رېلی ووېستلې شوه۔ د دې سائیکل ریلی مشري خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی کوله۔د موسمي بدلون صلاحكار آمېن اسلم خان، دوهمي وزير ،پارلیمانی سیکرټري ،یو این ډي پي مشر کنوټ آټسبی او د بيلو هېوادونو سفيرانو پشمول د خارجه وزارت ګڼ شمېر افسرانو سائیکل ریلی كښې ګډون وكړو۔سائیکل ریلی ډي چوك نه تر خارجه دفتر ووېستلې شوه
د خارجه وزير شاہ محمود قریشی د ماحولیات نړيوالي ورځ په اړه خصوصی دستوري ته وينا
مضمون کا ماخذ : resultados loteria São Paulo