اسلام آباد 24 اګست (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د ظلم او ??بر يو چال هم د هند په ضد د كشميريانو عزم ختم نه كړے شو او دوي په هر قيمت آزادي غواړي۔ اولس مشر په ??وي??ر په يوه وېډيو تبصره كولو سره ووئيل چې دا دے سرينګر چرته چې ت??ره ورځ سره د كرفيو٬ بندېزونو٬ بلېك آؤټ ٬ د اوښكې بهيوونكي ګاز او ډزو د زرګونو په شمېر كشميريان سره د مېرمنو او ماشومانو د هندي جارحيت په ضد د جمع په ورځ سړكونو ته راوتل۔ اولس مشر خپلو د 20 لكو نه زياتو ??وي??ر فالوورز او نورو وګړو ته خواست وكړو چې مهرباني دې وكړي دا وېډيو دې ري ??وي?? كړي چې نړۍ ته معلومه شي۔ ده ووئيل چې هند اور سره لوبې كوي۔ ده د نيوري??رك ټائمز د يو راپور حواله وركولو سره ووئيل چې خطرناكې نعرې وهل كېږي٬ يو سوله ايز حل لپاره وخت په تندې سره تېرېږي۔ اولس مشر په ګڼ شمېر ??وي??ونو كښې ووئيل چې مونږ هند ته خبردارې وركوو چې د ترهګرې تخم ونه كري او بيا دې د خپل ظلم او غېر قانوني اقداماتو د غبرګون تور په پاكستان نه لګوي۔ اولس مشر ووئيل چې نړۍ ته معلومه ده چې هند په كشمير كښې ګولې ورولو سره خلاف ورزې كوي او ښائسته وادي او په دې كښې اوسېدونكي ئې تس نس كړي دي۔ اولس مشر ووئيل چې بهېدونكې هر يو?? اوښك?? او د وينې څاڅكې د آزادې غږ كوي۔
د ظلم او جبر يو چال هم د هند په ضد د كشميريانو عزم ختم نه كړے شو او دوي په هر قيمت آزادي غواړي۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔