اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په ځوانانو كاورباري كسانو د مشتملې يوتھ انټرپرينيورز ايډوائزري کمېټۍ جوړولو امر كولو سره وئيلي دي حكومت به كاروباري ورورولۍ ته د معاشي هلو ځلو ودې لپاره ټولې اسانۍ وركوي٬ كاروباري هلو ځلو لپاره سازګار ماحول وركول او كاروبار دوسته پاليسۍ جوړولو ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د ځوانانو انټرپرينيورز پلاوي سره په خبرو كښې وكړه چا چې دوي سره ملاات كولو۔ په پلاوي كښې د ټيکسټائل ، تعميرات، آئل اينډ ګيس، زده كړو، روغتيا، لاجسټکس، كر كېلې، برآمدات او نورو څانګو سره تعلق لرونكي كاروباري ځوانان شامل وو۔ وزيراعظم ووئيل كاروباري ځوانان زمونږ معيشت او زمونږ د هېواد د سباٶن معماران دي، حکومت به کاروباري ورورولۍ ته معاشي هلو ځلو ته ودې لپاره ټولې اسانۍ وركوي۔ ده ووئيل د پاکستان برآمدات ته په نړيواله كچه وده وركول د هېواد معيشت لپاره ضروري ده ، د پاکستان د برآمدات ودې لپاره كاروباري ځوانان مهم كردار لوبولې شي٬ ده ووئېل حکومت او د کاروباري برادرۍ مرستې سره د هېواد مالي او تجارتي زيان كمېدے شي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان كښې د ځوانانو لويه شمېره په صلاحيت لرونكې افرادي قوت بدلولو سره د هېواد معيشت فعاله كېدے شي٬ حکومت معاشي موقعې وركولو كښې د صنفي امتياز خاتمې لپاره هڅې كوي۔ ده ووئيل د جديد ټېكنالوجۍ مرستې سره د غلې پېداوار كښې اضافه به د پاكستان په برامدات كښې زياتولي لپاره مهمه ثابت شي ،مونږ د حکومت په حجم كښې كمي او د حكومتي ادارو د فعاله كولو عزم لرو۔ وزيراعظم د اقتصادي مشاورتي کميټي په طرز په كاورباري ځوانانو مشتمل د يوې يوتھ انټر پرينيورز ايډوائزري کميټي جوړولو امر وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د چين او پاكستان ترمېنځه د كاروباري اشتراك وده زمونږ وړومبۍ ترجيح ده٬ د سي پېك په دوېم پړاٶ كښې به د صنعتي پرمختګ رفتار ګړندے شي۔ په دې موقع پلاوي په بېلا بېلو څانګو كښې د پاكستان د كاروباري ورورولۍ په نړيواله كچه كاميابو نه او د بېلا بېلو مسئلو نه دوي خبر كړل۔ دغسې پلاوي د پاکستان سټاك ايکسچينج په تاريخي کاميابۍ وزيراعظم ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ وزيراعظم د پاکستان د کاروباري برادرۍ په خاص توګه د كاروبار كوونكو ځوانانو د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ په دې موقغ وفاقي وزيران جام کمال، عطا الله تارړ، سردار اويس احمد خان لغاري، عبد العليم خان، د پرائم منسټر يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خان او نور اړوند چارواكي هم موجود وو۔
وزيراعظم د ځوانانو كاورباري كسانو د يوتھ انټرپرينيورز ايډوائزري کمېټۍ جوړولو امر وكړو ٬ حكومت به كاروباري ورورولۍ ته د معاشي هلو ځلو ودې لپاره ټولې اسانۍ وركوي۔ شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : bolão lotomania