رحيم يار خان 23 اګست (اے پي پي) وفاقي وزير محسن نقوي، د پنجاب پوليس آئي جي،د پنجاب رېنجرز ډي جي او د پنجاب داخله سېکرټري پشمول اعلیٰ سول او عسکري چارواكو د شهيد پوليس اهلكارو د جنازې په لمونځ كښې ګډون كولو سره د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔ د جمعې په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د كچے په سيمه كښې د 12 پوليس اهلکارو په شهادت وفاقي وزير محسن نقوي پوليس سره د يوالي څرګندونه كولو لپاره د رحيم يار خان پوليس لائنز دوره وكړه او په دې موقع ئې د شهيدانو د جنازې په لمونځ كښې ګډون وكړو۔ داخله وزير شهيد پوليس اهلكارو ته پېرزوينې وړاندې كولو سره ووئيل د كچے په سيمه كښې شهيد شوې اهلكارو عظيم مقصد لپاره قرباني وركړې ده، د شهيد پوليس اهلکارو قربانۍ ته سلام وړاندې كوٶ٬ شهيدان به تل زمونږ په زړونو كښې ژوند كوي۔ د پنجاب پوليس انسپکټر جنرل، د پنجاب رينجرز ډي جي٬ د پنجاب داخله سيکرټري، آر پي او بهاولپور، کمشنر بهاولپور، ډي آئي جي سکھر، ډي پي او رحيم يار خان، ډپټي کمشنر رحيم يار خان ، سول او عسکري چارواكو د شهيد پوليس اهلكارو د جنازې په لمونځ كښې ګډون وكړو۔
د وفاقي وزير محسن نقوي او آئي جي پنجاب پوليس د شهيد شويو اهلكارو د جنازې لمونځ كښې ګډون
مضمون کا ماخذ : apostas quina