اسلام آباد۔26 ستمبر(اے پی پی) صدر مملکت ډاکټر عارف علوی په قامي لوبډلو د باور څرګندونه كولو سره په لوبغاړو زور راوړے دے چې هغوي دې د ستړو او ديانتدارۍ د لارې په نړۍ كښې د پاكستان نامه روښانه كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د 14م چيف چیف آف نېول سټاف اېمېچېورز ګالف چېمپئن شپ 2021 پايې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ صدر مملكت ووئيل د لوبو په مېدان كښې پاكستان د اوږدې مودې نه تعصب سره مخ پاتے شوے دے ، د پاكستان كركټ لوبډلې د كورونا وباﺀ باوجود د انګلینډ دورہ وكړه خو د دې په مقابله كښې غېر ملكي لوبډلو د پاكستان دوره منسوخ كړه۔ هغه ووئيل پاكستانې قام صلاحيتونه او ټېلېنټ لري٬ قامي لوبډلې دې خپله كاركردګۍ ٬ وقار او عزت نفس په ځائې ساتلو سره هېواد لپاره نورې كاميابۍ هم ترلاسه كړي۔ صدر مملکت چیمپئن شپ كښې كاميابي ترلاسه كوؤنكو لوبغاړو ته مباركي وركولوسره ووئيل هغوي دا كاميابۍ د نظم وضبط څرګندونه او خواري كولو سره ترلاسه كړې دي۔ هغه ووئيل دا لوبه ديانتداري ښائي او مونږ له به د لوبې په شمول په ټولو څانګو كښې د ديانتدارۍ څرګندونه كول وي۔ هغه ووئيل ګالف يوه ګرانه لوبه ده ولې دا زمونږ هېواد كښې مقبوليت ترلاسه كوي۔ صدر مملکت د اېمېچېور ، سېنئر اېمېچېور او مېرمنو ګېټګريز كښې كاميابي ترلاسه كوؤنكو لوبغاړو ته انعامونه او ټرافۍ وركړې۔ هغه د کوئټه ګالف کلب مېجر سلیم ته هم ونر ټرافي وركړه۔ په دې موقعه د پاك سمندري پوځ مشر اېډمرل محمد امجد خان نيازي او نور اعلی سول او پوځي شخصيات هم موجود وو۔ دا خبره دې ياده وي چې څلور ورځنې چيف آف نېول سټاف اېمېچور ګالف كپ هر كال كولے شي
لوبغاړي دې د ستړو او ديانتدارۍ د لارې نړۍ كښې د پاكستان نامه روښانه كړي٬ صدر مملكت ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل