اسلام آباد۔29اپرېل(اے پی پی)د مذهبي چارو وفاقي وزير سېنېټر طلحه محمود په مشرۍ كښې د مذهبي چارو په وزارت كښې يوه غونډه وشوه چې پكښې د حج انتظاماتو جاج واخستے شو٬ په دې موقعه هغه د ملازمينو د راروانو درې ورځو (خالي ٬ اتوار ٬ ګل) رخصتۍ منسوخ كولو هدايت وكړو۔ د مذهبي چارو وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د مذهبي چارو وفاقي وزير ته د حج انتظاماتو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير ووئيل چې حج له تلونكي دې په مناسكو او انتظامي چارو ښه پوهه كړې شي۔ ده ووئيل په تربيتي موادو كښې دې د مېرمنو تربيې او خصوصي مسئلو ته هم خاص پام وګرځولے شي۔ ده ووئيل حج له تلونكي نارينه او زنانه دې تربيه ضرور ترلاسه كړي۔ ده ووئيل حج له تلونكي دې د سمارټ فون ٬ موبائل ډېټا ٬ لوكېشن سروس او د سعودي موبائل اېپ څخه ځان ضرور خبر كړي۔ پاكستاني حج كوؤنكي دې د مشاعر مقدسه د احترام په تناظر كښې دغلته صفايۍ ته خاص پام وګرځوي۔ وفاقي وزير ووئيل په سعودي عربستان كښې به لارښودنې لپاره لوكل او پاكستاني معاونين موجود وي٬ حج له تلونكي دې د دوئي په هداياتو عمل وكړي۔ ده ووئيل د پرائيويٽ حج سکیم حاجيان دې د وزارت لخوا د منظور كړې شوې حج كمپنۍ له لارې د حج بکنګ وكړي٬ په سوشل ميډيا د ارزان حج اعلانونو څخه بايد ځان بچ كړي۔ حج بكنګ څخه وړاندې دې وېب سائټ څخه تصديق وكړي۔ ده ووئيل د معاونين د كاركردګۍ به زه پخپله جاج اخلم او په دې لړ كښې به كوم كمې زغملې نه شي۔
د مذهبي چارو وفاقي وزير په مشرۍ كښې غونډه ٬ د حج انتظاماتو جج يۍ واخست ٬ د ملازمينو درې ورځې رخصتۍ منسوخ
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج