د نړيوال معيشت بحالۍ لپاره د ټولو هېوادونو لخوا سرمايه كارۍ كښې زياتوالے ضروري دے٬د پرمختګ كوونكو هېوادونو سرمايه په غېر قانوني توګه د منتقلۍ مخ نيوے پكار دے۔د وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو د تل پاتې پرمختګ اعلٰی كچ سياسي فورم ته وېنا


اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان د كورونا وبا صورتحال تر مخه د نړيوال معيشت بحالۍ٬پائيدار پرمختيائي مقاصد او ماحولياتي اهداف سر كولو له د درېو لويو چېلنجونو مخ نيوي لپاره پرمختګ كوونكو هېوادونو ته د مناسب فنډ وركولو په ضرورت زور راړولو سره وئيلي دي نړيوال معيشت تر هغه وخت بشپړ نشي بحالېدے تر څو چې ټول هېوادونه د پائيداره پرمختيائي مقاصدو او ماحولياتي اهداف سر كولو لپاره سرمايه كارۍ كښې اضافه ونه كړي٬د پرمختګ كوونكو هېوادونو څخه د سر مايې د غېر قانوني منتقلي مخ نيوے پكار دے٬د دې هېوادونو نه غلا شوې اثاثې دې په غېر مشروط توګه واپس كړی شي۔په سمارټ لاك ډاؤن پالېسۍ د خلقو قيمتي ځانونه او روزګار بچ كړے شوي ٬د ويكسينېشن كمپائن تندولو لپاره اقدامات كېږي٬ د يوې مساوي٬مستحكمې او خوشحاله نړۍ لپاره شخړې په امن ناك ډول او منصفانه حل كولو له او نړيوالې مرستې زياتولو ته پام لرنه پكار ده ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د ملګرو ملتونو د تل پاتې پرمختګ اعلٰی كچ سياسي فورم ته د كليدي وېنا كولو په مهال كړې۔وزيراعظم ووئيل دا اعلٰی كچ سياسي فورم د انساني تاريخ په يو نازكه موقع كېږي ٬نړۍ د كووېډ 19 وبا٬د معاشي پرمختګ انحطاط او د ماحولياتي بدلون له امله د بقا درې لويو چېلنجونو سره مخ ده٬د كووېډ وبا مخ نيوي په لړ كښې د ملګرو ملتونو د جنرل سېكرټري او د نړيوالې ادارې د سسټم د مرستې او د بحالۍ هڅو په اړه د كردار ستائنه كوو ۔ده ووئيل د لوي څښتن په فضل سره پاكستان د نورو هېوادونو په نسبت زيات خوش قسمته پاتې شوے٬د سمارټ لاك ډاؤن پالېسۍ او لږ مراعات لرونكو خلقو ته د پام لرنې په سبب مونږ په وائرس تر ډېره حده قابو موندلو كښې كاميابي ترلاسه كړې٬مونږ د خلقو قيمتي ځانونه او د هغوي روزګار بچ كړے ٬په كووېډ وبا د قابو موندلو لائحه او د احساس سماجي تحفظ پروګرام نړيواله ډاډګيرنه هم د ستائنې وړ ده٬اوس مونږ د خپل ويكسينېشن كمپائن تندولو لپاره هر ممكنه هڅې كوو۔ده ووئيل د بدقسمتۍ نه د كووېډ 19 نړيوالې او سيمه ايزې وبا څخه هغه عدم مساوات راوړاندې شوے كوم چې په ملګرو ملتونو كښې موجود دے٬نړيوال معيشت تر هغه وخته نشي بحالېدے تر څو چې د ټولو هېوادونو پشمول مالدار او غريب د پرمختيائي مقاصدو او ماحولياتي اهدافو سر كولو لپاره سرمايه كارۍ كښې اضافه او تندي رانه ولي٬په قامي او نړيواله كچه اقدامات د دې دريو واړو چېلنجونو په فعاله توګه مخ نيوي لپاره ضروري دي۔ده ووئيل وړومبے وائرس ته ماتې وركول او د نړيوال تجارت٬سرمايه كارۍ او پرمختګ بحالۍ لپاره تر كووېډ 19 ويكسين عالمګير او قابل استعداد رسنه ضروري ده٬د نړۍ پرمختګ كوونكو هېوادونو پشمول د ويكسين په جوړولو كښې دې تندوالے راشي او د دې زر وېشل دې باوري كړے شي٬دې سره د لويو هېوادونو لخوا شوې مرسته هم د ستائنه وړ ده٬اوس هم په دې لړ كښې د ډېر څه كولو ضرورت دے۔ده ووئيل د د معيشت بحالۍ٬ تل پاتې پرمختيائي مقاصد له عملدرآمد او د ماحولياتي اهداف سر كولو چېلنج مخ نيوي لپاره د پرمختګ كوونكو هېوادونو لپاره مناسب فنډ متحرك كول پكار دي٬د دې دريو واړو چېلنجونو لپاره د شريكې مرستې ضرورت دے كومه چې د ښه نصب العين سره پكار راوستل دي۔ده ووئيل زيات آمدن لرونكو هېوادونو خپل معيشت ته د تقويت وركولو لپاره 17 ټريلين ډالره مرسته وركړې٬له بلې خوا پرمختګ كوونكو هېوادونو ته د بحرانونو مخ نيوي او په پائيدار پرمختيائي مقاصد عملدرآمد لپاره د لږو نه لږ 4.3 ټريلين ډالره ضرورت دے۔له بده مرغه پرمختګ كوونكو هېوادونو تراوسه د دې رقم پنځه فيصده څخه هم كم فنډ ترلاسه كړے ۔وزيراعظم ووئيل تېر ستمبر كښې ما د يو نوې آئي اېم اېف سپېشل ډرائنګ رائټس جوړولو تجويز وركړے ؤ چې مقصد يې په موثره توګه ډوېلپمنټ فنانسنګ ته وده وركول دي٬نوې اېس ډي آرز كښې د 650 اربه ډالرو پېدا كولو د لوظ نامې هركلے كوو۔وزيراعظم ووئيل هيله لرم چې آئي اېم اېف٬نړيوال بېنك او د نورو پرمختيائي بېنكونو او ادارو د لارې په پرمختګ كوونكو هېوادونو كښې د تل پاتې پرمختيائي مقاصدو او د پروګرامونو فنانس لپاره به لږ تر لږه 150 اربه ډالره مختص كړې شي۔ده ووئيل ځپلو پرمختګ كوونكو هېوادونو لپاره مالياتي ګنجائش او ډوېلپمنټ فنانس رسنې لپاره د ګرانو قرضو ري سټركچرنګ يو بل عنصر دے٬د قرض ري سټركچرنګ لپاره كوم عمومي فريم ورك په اوږدو خبرو اترو اډانه پكار نه دے ځكه چې دا ډول د قرض د رېليف مقصد ختم شي۔ده ووئيل په دې نازكه موقع د پرمختګ كوونكو هېوادونو لپاره او ډي اے كمټمنټ 0.7 فيصد او د 50 اربه ډالرو ايډوانس آئي ډي اے د -20 ونډو پشمول رعايتي او د ګرانټ فنانس لوظونه لازمي پوره كول پكار دي۔ده ووئيل دغسې ګلاسګو كښې د سي او پي-26 كاميابۍ پشمول د ماحولياتي فنانس 100 اربه ډالره كلنه رسنې لپاره پرمختګ كوونكو هېوادونو لخوا لوظ پوره كول ضروري دي۔ ده ووئېل د ماحولياتي فنانس مجموعي كمټمنټ اوس د يو ټرېلين ډالرو څخه زيات دے٬د او ډي اے پشمول پرمختيائي مرستې لپاره وړاندې شوے رقم د ماحولياتي فنانس كمټمنټ په لړ كښې بيا نه شي شمېرلې كېدلے۔ده ووئيل د ماحولياتي فنانسنګ لپاره لږ تر لږه 150 فيصده رقم موافقت لپاره مختص كول پكار دي كومو سره به چې پرمختګ كوونكي هېوادونه شريكو او نورو بېلو ذمه وارو سره په خپل ماحولياتي كمټمنټ عملدرآمد وكړے شي۔ده ووئېل د پاكستان غوره پروژې چې پكښې ري چارچ انيشيټيو او 10 بېلين ټري سونامي پراجېكټ شامل دې٬دې ډول مرستې څخه زياته استفاده كولې شي۔ده ووئيل درېمه قامي او نړيواله پرمختيائي تګ لاره كښې دا څانګې په ګوته كول پكار دي كومو څخه چې پرمختګ كوونكي هېوادونه د درېو واړو چېلنجونو مخ نيوې وكړے شي چې پكښې د معيشت بحالي٬بشري پرمختګ٬سماجي تحفظ٬متبادل توان٬پائيدار زراعت٬ماحولياتي بدلون او ډيجيټلائزېشن شامل دي۔ده ووئيل كووېډ 19 نړيوالې وبا يو ځل بيا مونږ ته د انسانيت اتحاد او د قامونو د شريك انحصار ضرورت احساس راكړے

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس