اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) پاكستان او فیډرل ریپبلك آف اتھوپیا د سائنس او ټیكنالوجیز وزارت د سائنسی او تكنیكی مرستي لپاره په لوظنامه لاس ليك كړې۔ د سائنس او ټیكنالوجی وزارت د اړخه جاري شوې پرېس ریلیز له مخې تيره ورځ د اتھوپیا وزیر مملكت ډاكټر فوزیه امین په مشرۍ كښې يو اعلیٰ كچ پلاوي د سائنس او ټیكنالوجی وزارت كښې په لوظنامه لاس ليك كړې۔د شريكي مرستي دا لوظنامه د سائنس ، ټیكنالوجی ، انجینئرنګ او تعلیم په څانګو كښې د دواړو هېوادونو اړيكو او د كار اشتراك ودي په اړه فریم ورك جوړولو له مهمه ده او دې سره به دواړو هېوادونو كښې د سائنس او تعلیم څانګو كښې دوه اړخيزه مرستي ته پراختيا ترلاسه شي۔د دې لوظنامي ترمخه به د پاكستان او اتھوپیا شراكتدار دوه اړخيزه مرستي ترمخه ټولي هلي ځلي ترسره كړي۔
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا جیک پاٹ