اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي)د خزانې وزير سېنېټر اسحاق ډار سره د پاكستان اسټېټ بانك ګورنر جميل احمد د شورو په ورځ ورچوئل ميټنګ وكړو چې پكښې د وزيراعظم د خزانې خاص مرستيال طارق باجوه٬د خزانې سپيشل سېكرټري او د فنانس ډويژن نورو اعلٰی افسرانو ګډون كولو۔د خزانې وزير سېنېټر اسحاق ډار د هېواد په مجموعي اقتصادي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په هېواد كښې د اقتصادي پرمختګ او استحكام په ځاې ساتلو لپاره په بېلو مالياتو او مانيټري اقداماتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د اسټېټ بانك ګورنر د اسټېټ بانك آف پاكستان لخوا د شويو پالېسۍ اقداماتو لپاره د موجوده حكومت پرله پسې ملاتړ د خزانې وزير مننه وكړه
مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز