اسلام آباد10 (اے پی پی) د وزيراعظم محمد شهباز شريف په احكامات د خېبرپښتونخوا اولس لپاره د ارزانه اوړو سپلائي روانه ده۔د خېبرپښتونخوا په يوټېلټي سټورز 10 كلو اوړه په 400 روپۍ وركړے كيږي۔د يوټېلټي سټورز وياند له مخې د موبائل يوټېلټي سټورز څخه د جمعې په ورځ د اېبټ آباد زون څخه 25850 تروړې وركړی شوي٬د پېښور زون څخه 25590 ترورې بېلو ځايونو ته وركړې شوي۔ده ووئيل په ټولې خېبرپښتونخوا كښې د يوټېلټي سټورز لخوا 51440 ترورې اولس ته په چوكاټ وركړې شوي۔ده ووئيل د خېبرپښتونخوا په بېلو ځايونو جوړو كړو سيلز پوائنټس څخه د وړو وركړه روانه ده
مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز