اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د پاكستان په دوره راغلې د برتانيې شهزاده وليم خپلې كورنۍ ډچز آف كيمبرج مېډلټن په وزيراعظم هاؤ?? كښې ملاقات كړ??۔وزيراعظم عمران خان د نهې پھ ورځ وزيراعظم هاؤس ته په راتګ د برتانيې شا??ي جوړی تود هركلے وكړو۔ ده د شاهي مېلمنو په درناوي كښې د ماسپخښين مېلمستيا هم وكړه۔ د دې څخه وروستو شا??ي جوړې وزيراعظم سره ملاقات وكړو كوم چې يوه نيم ساعت دوام لرلو۔ په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬خارجه سېكتر سهيل محمود٬د برتانيې هائي كمشنر ت??ام?? ډريو او شهزاده وليم پرنسپل پرائيوېټ سېكتر سائمن كېس هم موجود وو۔ شا??ي جوړې دې څخه وړاندې د انجونو سركاري هائي سكول يونيورسټي كالونۍ دوره وكړه۔ ش??زاده وليم او شهزادې كېټ مډلټن د سكول كوچنيانو سره ستړې مشي وكړل۔شهزاده وليم او د هغه كورنۍ د سكول بېلې برخې وكتلې۔په دې موقع د سكول انتظاميې شا??ي جوړې ته د سكول په اړه بريفنګ وركړو او هغوي يې په پاكستان كښې د تعليم نظام په اړه هم خبر كړل
وزيراعظم عمران خان وزيراعظم هاؤس ته په راتګ د برتانيې شاهي جوړی تود هركلے وكړو
مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔