اسلام آباد۔6اکتوبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د اتوار په ورځ په فېصل آباد كښې د شهيد لېفټېننټ کرنل محمد علی استوګنې ت?? لاړو او غمجنې كورنۍ سره يۍ غمرازي ښكاره كړه۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت غمجنې كورنۍ سره خواخ??ږي ښكاره كولو سره شهيد لپاره فاتحه خواني او د لوړو درجو دعا وكړه۔ لېفټېننټ کرنل محمد علی تېره ورځ په شمالي وزيرستان كښې د ترهګرو په ضد جنګ كښې شهيد شوے ؤ۔ صدر مملكت د ټول قام لخوا د ارواښاد خذماتو ??و مړانې ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې ك??ې۔ صدر مملكت د لېفټېننټ کرنل محمد علی شهید او د هغه د كورنۍ هېواد سره د مينې او ايثار جذبه وستائله۔ ده ووئيل ټول قام د شهيدانو او د هغوي د كورني?? قربانيو ته د قدر په نظر ګوري۔ ده وئيل قام به خپل شهيدان كله هم هېر نه كړي۔ صدر مملكت د شهيد كورنۍ سره غمرازي ښكاره كولو سره دوئي لپاره د صبر او زغم دعا وكړه۔
د صدر آصف علي زرداري په فيصل آباد كښې د شهيد ليفټيننټ كرنل محمد علي كورنۍ سره غمرازي
مضمون کا ماخذ : پاور بال جیتنے کے طریقے