اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات، خپرونو ، قومي ورثې او كلتور وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي پا??ستان د سيمي مهم او او متحرك کردار دے، حکومت د هېواد سفارتي يواځي والې ختمولو كښې کامياب شوے، د اېس سي او سر مشريزه غونډه پا??ستان كښې كېدو سره په نړيواله كچه د پا??ستان تشخص بحال شوے، اوس د زياتو هېوادونو د اعليٰ كچ پلاوي د پاكستان دورې كوي۔ دا خبره ده د ګل په ورځ پاك چائنه فرينډ شپ سينټر ??ښې د ميډيا فيسلټې??ن سينټر ??رانستي نه پس ميډيا سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل موجوده حکومت كښې د هېواد سفارتي يواځې والې ختم شوے، پا??ستان د سيمي مهم او متحرك کردار دے ، په خارجه ډګر د کاميابيو مزل روان دے۔ ده ووئيل اوسنيو كښې د ملائيشيا وزيراعظم انور ابراهيم د پا??ستان کامياب دوره کړې،دواړو هېوادونو بيلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو له په لوظنا??و لاس ليك كړے۔ده ووئيل د ملائيشيا وزيراعظم دورې نه پس د سعودي د سرمايه کارۍ وزير په مشرۍ كښې د سعودي عرب پلاوي هم د پا??ستان دوره وكړه او په پاكستان كښې يې د 2.2 اربه ډالره سرمايه کارۍ په لوظنا??و لاس ليك وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل د پا??ستان معاشي اشاريې مثبت دي، په ماضي كښې د 32 فيصد په مقابل كښې د ګرانۍ شرح 6.9 فيصده پاتې شوه ، د غير ملکي زرمبادله پانګي او د آئي ټي برآمدات زيات شوي ۔ ده ووئيل سږ كال د وړومبو 6 مياشتو په مهال ترسيلات زر 8.8 اربه ډالره ته رسيدلي۔ده ووئيل نړيوالو مالياتي ادارو او نړيوال مالياتي فنډ او نړيوال بينك د پا??ستان د معيشت ستائنه كړې او بلومبرګ په څير نوموړو مالياتي جريدو د پا??ستان اسټاك ايکسچينج د سيمي يو ښه مارکيټ ګرځولے۔ده ووئيل د چين وزيراعظم لي چيانګ د پاكستان په دوره دے ، دا 11 كاله پس د چين د كوم وزيراعظم وړومبۍ دوره ده كومه چې زمونږ لپاره د اعزاز خبره ده۔ وفاقي وزير ووئيل چين عمر له د پا??ستان ملګرتيا كړې۔ ده ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين اوسنۍ دورې نه پس د چين پا??ستان اقتصادي راهدارۍ دويم پړاؤ پيل شوے٬ دې سره به بزنس ټو بزنس مرسته زياته شي۔ وفاقي وزير ووئيل د نواز شريف په دور كښې د چين پا??ستان اقتصادي راهدارۍ وړومبے پړاؤ پيل شوے ؤ چې له مخې ي ېد موټر ??يز جال خپور شوے ، ګوادر بندرګاه فعاله شوې،زياتره صنعتي يونټس او خصوصي اقتصادي زونز جوړ شوي ، لوډ شيډنګ ختمولو لپاره د توان څانګي بيا ري سټرکچر شوے۔ده ووئيل د چين سرمايه کار دې په پا??ستان كښې صنعتي يونټس جوړ كړي ځكه چې دلته پيداواري لګښت كم دے۔ پا??ستان به د چين سرمايه کارو له هر ممكن آسانۍ وركوي۔ وفاقي وزير ووئيل د پا??ستان په كوربتوب كښې كيدونكې د اېس سي او غونډه 27 كاله پس كيدونكے غټ ايونټ دے۔ د اېس سي او غونډي كوربتوب د پاكستان لپاره اعزاز دے، اېس سي او مشرانو غونډي په موقع اسلام آباد لا ښكلے كړے شوے۔ده ووئيل د پا??ستان وګړي ميلمه دوسته دي او د ټولو ميلمنو به تود هركلے كولې شي۔ وفاقي وزير په ميډيا فيسليټې??ن سينټر ??ښې په جديدو آسانيو وركولو د اطلاعات وفاقي سيکريټري عنبرين جان په مشرۍ كښې د اطلاعات او خپرونو وزارت د ټولي ډلي هڅي وستائېلي۔ده ووئيل د اطلاعات او خپرونو وزارت د هېواد نظرياتي پولو دفاع کولو ذمه واري په غاړه اخستي۔ده ووئيل د ميګا ايونټ کوريج لپاره راغلو غير ملکي خبريالانو لپاره په ښه انتظامات كولو د پرنسپل انفارمېشن آفيسر مبشر حسن کردار د ستائنې وړ دے۔ د خبريالانو د پوښتني په ځواب وفاقي وزير ووئيل اېس سي او کنفرنس په پا??ستان كښې كولو سره په نړيواله كچه د پا??ستان تشخص بحال شوے۔ده ووئيل په دې موقع د پا??ستان متنوع او منفرد كلتور او ورثه رامخې ته كولو هڅه شوې۔ده ووئيل زمونږ وژن خپل كلتور ،ښه نقطه نظر او امن خوښے سوچ رامخې ته كول او د پا??ستان په اړه غلط فهمې لري كول دي۔په 15 اکتوبر يو سياسي ګوند د احتجاج کال د پوښتني په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل يو پلو انا پرستي او بل پلو هېواد سره مينه لرل دي۔ ده په ډاګه كړه چې د پا??ستان څخه لوئ كوم بل ګوند يا لارښود نشته۔ ده ووئيل د تحريك انصاف کال د غير ذمه وارۍ او غير سنجيدګۍ څرګندونه ده،هغوي خپلو كښې اختلافات لري، د تحريك انصاف ځيني سينئر لارښودو د دې كال مخالفت کړے، هغوي خپلو كښې په جنګ دي،هغوي كه احتجاج کول غواړي نو خپلو كورونو كښې دي وكړي، اسلام آباد كښې د سکيورټي سخت انتظامات شوي، كوم هم وګړي ته د احتجاج اجازه نشته۔د يوې پوښتني په ځواب ده ووئيل د اطلاعات او خپرونو وزارت د شنګھائي مرستي تنظيم مشرانو غونډي لپاره تر ټولو جديد ميډيا فيسليټې??ن سينټر جوړ كړے،د دې مقصد دا پيغام وركول دي چې پا??ستان امن خوښے هېواد دے او د سيمي په امن او سوكالۍ باور لري۔ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف به د شنګھائي مرستي تنظيم د مشرانو غونډه كښې د فلسطين او کشمير په شخړو د پا??ستان نقطه نظر وړاندې كوي۔ده ووئيل پا??ستان واضحه موقف لري چې په غزه كښې د بے ګناه وګړو نسل کشي روانه ده، جنګي جرمونه كېږي او اسرائيل د دغې جنګي جرمونو مرتكب دے كوم چې بايد ځواب وركونكے وګرځولې شي۔ ده ووئيل پا??ستان په سمدستي توګه جنګ بندي او د 1967 څخه وړاندې د فلسطين پولو د كوم پايه تخت چې القدس الشريف وي مرسته کوي او د آزاد فلسطيني رياست جوړولو غوښتنه كوي۔ ده ووئيل پا??ستان د فلسطين ميډيکل زدكوونكو ته د پا??ستان تعليمي ادارو كښې د تعليم وړانديز كړے٬ په هغې حكومت پا??ستان عمل درآمد کوي۔د يوې بلي پوښتنې په ځواب ده ووئيل پا??ستان او چين خپلو كښې پخوانۍ ملګرتيا لري كومه چې عام سټريټجکي پارټنر شپ څخه وړاندې ده۔دا ملګرتيا د ??و لسيزو راهسې راروانه ده كومه چې د يو نسل نه بل ته منتقل كېږي۔ده ووئيل حکومت د چين وګړو حفاظت لپاره سخت انتظامات کړې اغو وزيراعظم محمد شهباز شريف د چينائي وګړو تحفظ له بشپړ اقدامات ته پام لرنه كوي۔
پاکستان د سيمي مهم او او متحرك کردار دے، حکومت د هېواد سفارتي يواځي والې ختمولو كښې کامياب شوے ،د اېس سي او سر مشريزه غونډه پاکستان كښې په كېدو په نړيواله كچه د پاکستان تشخص بحال شوے۔عطاء الله تارړ
مضمون کا ماخذ : پاور بال لاٹری