اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند وئيلي دي پاكستان په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د تركيې هڅو ته د قدر په سترګه ګوري، هيله ده چې افغان ډلې به د جامع، وسيع البنياد او د جامع سياسي حل لپاره د كار كولو موقع د لاسه ورنه كړي. د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند په تركيه كښې د افغانستان د سولې عمل په اړه د كانفرنس د ځنډېدو په اړه د مېډيا د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل پاكستان هيله لري چې په تركيه كښې به د افغان مشرانو راتلونكې غونډې لپاره نوې نېټې ته زر حتمي شكل وركړے شي كومه چې افغان اولس لپاره د سياسي حل پ پلو د پرمختګ مهمه موقع ده. وياند ووئيل پاكستان به په افغانستان كښې دائمي امن او استحكام لپاره د هڅو ملاتړ او مرسته روانه ساتي. مونږ تل وئيلي دي د افغانستان شخړه پوځي حل نه لري. وياند ووئيل پاكستان به په افغانستان كښې دائمي امن او استحكام لپاره په هڅو كښې نړيوالې ټولنې سره په ګډه كار روان ساتي
پاكستان په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د تركيې هڅو ته د قدر په سترګه ګوري. د خارجه دفتر وياند
مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ