اسلام آباد۔19مارچ(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف جیولن تھرو اتھلیټ ارشد ندیم ته د غوره كاركردګۍ په څرګندونه او د هېواد نامه په روښانه كولو مباركي وركولو سره په سباؤن كښی د هغه كاميابو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې ۔ وزیراعظم شهباز شریف سره جیولن تھرو اتھلیټ ارشد ندیم د نهې په ورځ ملاقات وكړو۔ په دې موقع د اطلاعات وفاقي وزير عطاء تارړ او د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزير مملكت شيزه فاطمه خواجه هم موجود وه۔ جیولن تھرو اتھلیټ ارشد ندیم په خصوصي توګه وزيراعظم هاؤس ته رابللے شوے ؤ ۔ وزیراعظم ارشد ندیم څخه د هغه خيريت وپوښتلو او د پاكستان نامه په روښانه كولو ئې ورته مباركي وركړه۔ وزیراعظم ووئيل ستا كاميابۍ لپاره د ټول قام دعاګانې ستا سره دي٬ مونږ په تا وياړ لرؤ ٬ تا له نور هم مخ په وړاندې تلل دي٬ ستا په كاميابو كښې د پاك پروردګار د فضل او بيا ستا د ذاتي خوارۍ ٬ د مور پلار دعاګانو او تربيه كوؤنكو هم كردار دے۔ دغسې ارشد ندیم د وزارت عظمی منصب په سنبالولو وزيراعظم له مباركي وركړه۔ ده وزيراعظم د خپل سپورټس كيريئر په اړه خبر كړو۔ ارشد ندیم ووئيل ما د سكول وخت څخه په لوبو كښې برخه اخسته خو اوس په سكولونو كښې د لوبو لړۍ پاتې نه شوه دا بايد بحال كړې شي۔ ده ووئيل سوئيلي افريقې ته تربيې لپاره ځم كه وېزا ماته زر ترلاسه شي نو ما لپاره به آساني وي۔ وزیراعظم هدایت وكړو چې ارشد نديم ته دې د وېزې زر تر زره اجراﺀ باوري كړې شي۔ ده وزيراعظم ته ووئيل اولمپکس څخه وړاندې به دوه ايونټس كښې د پاكستان نمائندګي كوم۔ خپل هېواد لپاره هر ايونټ ته تللو له چمتو يم۔ په دې موقع د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل په اولمپکس كښې د ارشد نديم ايونټ د شپې مهال ؤ او ټول قام د ده ايونټ وكتلو او ده لپاره يۍ دعا كوله۔ ارشد نديم وزيراعظم هاؤس ته په بلنه د وزيراعظم مننه كولو سره ووئيل دا يو ښه ملاقات ؤ ۔ په خپلو خبرو كښې ده ووئيل وزيراعظم لوبو ته په وده وركولو كښې زياته خوښي لري چې ورسره به هېواد كښې لوبو ته لا وده ترلاسه شي۔ ده ووئيل وزيراعظم زما په كلي كښې د ګراؤنډ جوړولو باور هم راكړے۔ ده ووئيل د لوبو ودې سره به په ګرده نړۍ كښې د پاكستان نامه روښانه شي
وزيراعظم شهباز شريف سره د جيولن تھرو اتھليټ ارشد نديم ملاقات
مضمون کا ماخذ : jogos de azar no Brasil