اسلام آباد۔17جون (اے پی پی) وزیرِ اعظم شهباز شریف انډونيشيا څخه د خوراكي تېلو درآمد كولو له د صنعت او پېداوار وفاقي وزير مخدوم مرتضی خصوصي هڅې ستائلې دي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د صنعت او پېداوار وفاقي وزير مخدوم مرتضی محمود او سېكتر امداد الله بوسال د جمعې په ورځ ملاقات وكړو۔ وزیراعظم ووئيل د خوراكي تېلو درآمد كولو لپاره په خپله ذاتي خرچه د وفاقي وزير د انډونيشيا دوره د ستائنې وړ ده٬ په وخت د خوراكي تېلو درآمد كولو سره په دې لړ كښې د رامخې ته كېدونكې ستونزې مخنيوې وكړې شو٬ دې سره به د خوراكي تېلو په بيعه كښې كمې هم رامخې ته شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د ويزراعظم په هدايت وفاقي وزير مخدوم مرتضی محمود د خوراكي تېلو درآمد كولو لپاره په خپله ذاتي خرچه د انډونيشيا دوره وكړه۔ د دورې مقصد په د تېلو درآمد كولو د لارې هېواد كښې د تېلو د كمي متوقعې ستونزې مخنيوې كول وو۔ د وفاقي وزير د هڅو په نتيجه كښې انډونيشيا دوه نيم لكه مېټرك ټن (10 سمندري جهازونه) خوراكي تېل پاكستان ته وركړې دي۔ د خوراكي تېلو اولنې كھپت د صنعت او پېداوار وفاقي وزير په موجودګۍ كښې انډونېشيا څخه پاكستان لپاره روان كړې شو۔
انډونيشيا څخه خوراكي تېل درآمد كولو لپاره د وفاقي وزير مخدوم مرتضی محمود خصوصي هڅې د ستائنې وړ دي۔ وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ