اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) د نېشنل فوډ سېكورټي او ريسرچ وفاقي وزير بشير چيمه په پاكستان كښې د خوراك او كركيلې نړيوالې ادارې كار ستائېلے او د خوراك او كركيلې نړيوالې ادارې استازو پلاوي ته ئې د بشپړه مرستې باور وركړے ۔وفاقي وزير طارق بشير چيمه سره د ملګرو ملتونو د خوراك او كركيلې ادارې پلاوي ملاقات كړے چې مشري يې مېرمن فلورمېشن رول كوله۔په ملاقات كښې د نېشنل فوډ سېكورټي وزارت سېكرټري كېپټن(ر)محمد آصف او سينئر جوائنټ سېكرټري جاوېد همايون او ټېكنيكل اېډوائيزر ډاكټر اكمل صديق هم موجود وو۔وفاقي وزير طارق بشير چيمه په خپل دفتر كښې د پلاوي هركلے وكړو۔مېرمن فلورنس د وزارت په چارج سنبهالولو طارق بشير چيمه له مباركي وركړه او هغه ته يې د خوراك او كركيلې د خپل كار په اړه بريفنګ هم وركړو۔وفاقي وزير ووئيل د كركيلې د څانګې لوي اهميت دے۔ده ووئيل پاكستان دا مهال لويو چېلنجونو سره مخ دے خو پوخ عزم سره دا چېلنجونه هېواد لپاره په لويو موقعو بدلولې شي۔مېرمن فلورنس وزير ته د پاكستان د كركيلې تحقيقاتي كونسل(پي اے آر سي ) او د وزارت اداره جاتي ډهانچې جاري اسيسمنټ(جائزې)په اړه هم بريفنګ وركړو او وې وئېل د دې جائزې څخه به د دې ادارې او وزارت د كاركردګۍ ښه والي له مرسته ترلاسه شي۔
د نېشنل فوډ سېكورټي او ريسرچ وفاقي وزير بشير چيمه په پاكستان كښې د خوراك او كركيلې نړيوالې ادارې د كار ستائنه وكړه
مضمون کا ماخذ : گرم گرم