اسلام آباد۔23 مارچ(اے پی پی) صدر مملکت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې پاكستان به كله هم د خپلې خپلواكۍ سودا ونكړي ٬ د كوم هم بهرني جارحيت به سختۍ سره مقابله كولې شي٬ پاكستانې اولس به د هېواد مضبوط او سوكاله جوړولو په سفر كښې يو موټې پاتې كېږي۔ د شورؤ په ورځ په پرېډ ایونیو شکرپړیاں كښې د پاكستان ورځې پرېډ ته د خاص مېلما په حېث خپل خطاب كښې صدر مملكت ووئيل زه په دښمن دا ښكاره كول غواړم چې پاكستان به د خپلې خپلواكۍ كله هم سودا ونكړي ولې چې قوم او د دې وسله وال ځواك د كوم جارحيت ناكامه كولو له چمتو دے۔ ده ووئيل سږ كال د پاكستان ورځې كلنه دستوره زيات اهميت لري ولې چې دې كښې د 57 كسيزه او آئي سي خارجه وزيرانو د وسله والو ځواكونو پرېډ مارچ وكتلو۔ په دې موقعه وزيراعظم عمران خان ٬ د كابينې غړي ٬ غېر ملكي سفارتكار او د سول او پوځي اعلی چارواكو په شمول لويې شمېر عام وګړي موجود وو۔ صدر عارف علوی ووئيل د پاكستان د ګاونډي هېواد ناوړه ارادې د سوئيلي آسيا سلامتيا و استحكام لپاره د اندېښنې وړ دي۔ هغه په جموں وكشمير كښې د هند د غېر قانوني تسلط ذكر كولو سره په نړيواله ورورولۍ او ملګرو ملتونو زور راوړو چې هغه دې د بشري حقونو په ضد د روانو خلاف وروز مخه ونيسي۔ صدر ووئيل قوم او ټولو رياستي ادارو په هېواد كښې د جمهوريت د سرلوړۍ ملاتړ كړې دې۔ ده ووئيل مونږ له به د قائد اعظم محمد علي جناح دا قول تل ياد ساتل وي چې د قوم په حېث به يو موټې كېدو سره په خپلو صفونو كښې د ايمان ٬ يووالي او نظم وضبط څرګندونه كول وي۔ صدر مملکت د پاكستان ورځې په موقعه قوم ته مباركي وركولو سره ووئيل دا ورځې ځكه خاص ده دا چې د هېواد د جوړېدو د 75 مې كاليزې ورځ ده۔ ده په دې موقعه هغه اتلانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې كومو چې د هېواد خپلواكۍ په ځائې ساتلو له خپل ځانونه قربان كړي دي او د دې په استحكام كښې ئې خپل كردار ترسره كړې دې۔ پاكستان كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل 48 مې دوه ورځنۍ غونډې مناسبت سره صدر مملكت ووئيل د يو مؤسس غړي په حېث پاكستان د اسلامي هېوادونو تنظيم مضبوطيا له لوظي دې۔ ده په دې خبره رڼا واچوله چې نړۍ دا وخت د فلسطين او كشمير مسئلو په شمول يو شمېر چېلنجونو سره مخ ده كوم به چې په سمدستي توګه حل كول وي۔ ده په ګرده نړۍ كښې د اسلاموفوبيا مخ په زياتېدونكې رجحان په ګوته كولو سره ووئيل او آئي سي او پاكستان د دې په ضد بشپړه هڅې وكړې چې په نتيجه كښې يۍ د ملګرو ملتونو لخوا يو قرارداد منظور شو۔ ده په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې هر كال به 15 مارچ د اسلاموفوبيا د مخنيوي ورځې په توګه لمانځلې شي۔ ده ووئيل دا اقدام به په ګرده نړۍ كښې د مسلمانانو په ضد د كركې مخه نيولو كښې مرسته وكړي۔ د افغانستان په اړه صدر مملكت ووئيل افغان اولس د لوږې او بې وزلۍ په شكل كښې د بشري بحران ښكار دي نړۍ بايد د دې صورتحال نوټس واخلي۔ صدر مملكت ددې باور څرګندونه وكړه چې پاكستانې اولس به د هېواد مضبوط او سوكاله جوړولو په سفر كښې يو موټې پاتې كېږي۔ ده ووئيل دا دستوره زمونږ د قومي يو والي ٬ پرمختګ او پوځي طاقت عكاسي كوي۔ دې نه وړاندې صدر عارف علوی، وزیراعظم عمران خان، وزیر دفاع پرویز خټک، چیئرمین جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټی جنرل ندیم رضا، د پوځ سرلښكر قمر جاوېد باجوہ، د پاک هوائي پوځ مشر ، نیول چیف، د چین سټېټ کونسلر او خارجه وزیر وانګ یی، د او آئی سی خارجه وزيرانو او مېلمنو د پاك وسله والو ځواكونو ډلو مارچ پاسټ وكتلو۔ د سعودي عربستان ٬ تركي ٬ ازبكستان ٬ آذربائیجان او بحرېن په شمول د نورو ملګرو هېوادونو ډلو هم په پرېډ كښې ګډون وكرو۔ د پاك هوائي پوځ مشر ائیر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو د نوې J-10C جیټ الوتكو په شمول د پاك هوائي پوځ جنګي الوتكو د بېل فارمېشنز فلائي پاسټ مشري وكړه۔ د قراقرم اوو الوتكو’شېردل‘ ډلې په زړه پورې اېروبېټکس وړاندې كړل۔ د درې واړو پوځونو ځوانانو د 10 زره فټ بلندۍ نه د فري فال بهترينه مظاهره وكړه۔ دې سره سره د او آئی سی هېوادونو خصوصي فلوټ هم پرېډ كښې شامل كړې شو۔
پاكستان به كله هم د خپلې خپلواكۍ سودا ونكړي ٬ د كوم هم بهرني جارحيت به سختۍ سره مقابله كولې شي٬ صدر مملكت ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون