اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) د نېشنل يونيورسټي آف ماډرن لينګويجز (نمل) 23م کانووکېشن د شورو په ورځ په جن??ح کنونشن سينټر كښې وشو چې پكښې د لوړو زده كړو كمېسون (اېچ اي سي) چيېرمېن ډاکټر مختار احمد خاص مېلمه ٶ٬ په كانووكېشن كښې849 زده كوٶنكو ته ډګرۍ٬ 47 زده كوونكو له ګولډ مېډلز وركړے شول ۔ په كانووكېشن كښې د نمل رېکټر مېجر جن??ل (ر) شاهد محمود کياني، پرو ريکټر، ډينز، رجسټرار، ډائريکټرز، هيډ آف ډيپارټمنټس او زده كوٶنكو او د هغوي مور او پلار ګډون كولو۔ په دې موقع خپلې وېنا كښې د اېچ اي سي چيئرمېن ډاكټر مختار احمد په بېلا بېلو څانګو كښې په كاميابۍ سره ډګرۍ بشپړولو زده كوٶنكو٬ د دوي مور او پلار ??و استاذانو له مباركي وركړه۔ ده د پوهنتون د نصابي تعليم نه علاوه په اخلاقي تربيه زور رواړولو سره ووئيل دا ستاسو اخلاقي او فكري فرض دے چې خپل صلاحيتونه د مورني هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره استعمال كړئ۔ ده ووئيل نمل د تعليمي ادارو په فهرست كښې ځانګرے مقام لري ٬ نمل ھغه ټول وسائل لري چې په سبب ئې تاسو د هېواد او قام لپاره د بهترۍ كردار لوبولې شئ۔ د دې نه وړاندې د نمل رېكټر مېجر جن??ال (ر) شاهد محمود کياني د ګران مېلمه هركلے وكړو او په بېلا بېلو څانګو كښې د نمل په كاميابو ??و خدمات ئې رڼا واچوله۔
د نمل 23م كانووكېشن٬ 849 زده كوٶنكو ته ډګرۍ٬ 47 زده كوونكو له ګولډ مېډلز وركړے شول
مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada