اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان او ترکيه ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو په خاص توګه د تجارت، سرمايه کارۍ، ټيکنالوجۍ او په دفاعي څانګه كښې د پاكستان لخوا شريكه مرسته لا قوي كولو او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت حجم په كلنه توګه 5 اربه ډالره ته رسولو لپاره د هڅو تندلو د عزم پخلے كړے۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې وزيراعظم سره د ترکيه خارجه وزير هاکان فيدان وليدل٬ د پاکستان او ترکيه ترمېنځه په خاص توګه د اهميت وړ د ورورولۍ اړيكو ذكر كولو سره وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمينځه د شريكو اړيكو په وده د اطمينان څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم د پاکستان او ترکيه ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو په خاص توګه د تجارت، سرمايه کارۍ، ټيکنالوجۍ او په دفاعي څانګه كښې د پاكستان لخوا شريكه مرسته لا قوي كولو له د عزم پخلے وكړو٬ د ملاقات په مهال وزيرعظم ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت حجم د شريكو اړيكو سره همكاري نه لري۔ وزيراعظم د راتلونكو دريو كلونو په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت حجم په كلنه توګه 5 اربه ډالره ته رسولو لپاره د هڅو تندولو د عزم پخلے وكړو۔ وزيراعظم په دې موقع د ترکيه کمپنيو ته په پاکستان كښې سرمايه كارۍ ته د پراختيا وركولو بلنه وركړه۔ ده ووئيل مونږ د تركيه كمپنو ته پاكستان ته خپل صنعتونه د منتقل كولو بلنه وركوٶ٬ په دې موقع په نړيوالو او سيمه ايزو او په خاص توګه د غزه په خراب صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ وزيراعظم د ترکيه صدر رجب طيب اردوان په مېنځني ختيز كښې تل پاتي كمپائن لپاره په غزه كښې د بشپړه جنګ بندۍ د ملاتړ هم ستائنه وكړه ۔ وزيراعظم په مينځني ختيز كښې مستقل امن لپاره د دوه رياستي حل په كليدي اهميت زور رواړو۔ وزيراعظم د ترکيه صدر رجب طيب اردوان ته د پاکستان د زر تر زره دورې بلنه هم وركړه۔ دغسې وزيراعظم د ترکيه صدر ته د هائي ليول سټريټجک کوآپريشن کونسل د 7مې غونډې د مشتركه صدارت لپاره د بلنې پېغام هم وركړو۔ په ملاقات كښې دواړو مشرانو د پاكستان او تركيه د قامي خوښې په چارو د يو بل ملاتړ لپاره د عزم څرګندونه هم وكړه۔
وزيراعظم شهباز شريف سره د تركيه خارجه وزير وليدل
مضمون کا ماخذ : apostas dupla sena