اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) قانون او ان??اف لپاره وفاقي وزير بيرسټر فروغ نسيم وئيلي دي د كلبھوشن ياديو په معامله قانون سازۍ كولو سره مو د هند ناوړه عزائم ناكامه كړي٬ د اوسنۍ قانون سازۍ نه پس به په جديد طريقه په ټېكنالوجۍ آډانه سر شمېره كېږي، الېكشن كمېشن د قانون سازۍ نه پس د اي وي اېم د لارې د الېكشن كولو پابند دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ قانون او ان??اف لپاره پارلماني سېكرټرې مليكه بخاري سره خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده وو??يل د كلبھوشن ياديو كېس مونږ ته په ورثه كښې پاتي دے، كلبھوشن ياديو لپاره جوړ كړے قانون يو كس لپاره نه دے په دې معامله هند د ان??اف نړيوال عدالت سره مراجعه كړې او هلته ئې د كلبھوشن ياديو بري كېدو لپاره اپېل كړے٬ پاكستان هلته دا كېس ګټلے دے٬ د ان??اف نړيوال عدالت وئيلي دي چې په دې معامله دې قانون سازي وكړې شي چې په تناظر كښې ئې دا قانون سازي شوې ،ده وو??ېل چا وئيلي چې امريكا د ان??اف نړيوال عدالت نه مني٬ امريكا جلا هېواد دے، پاكستان يو ذمه وار هېواد دے۔ ده وو??يل د دې قانون سازۍ د لارې د هند لاس پرې كړے شوي، تنقيد كوٶنكي ادراك نه لري٬ كه مونږ قانون سازي نه كوله نو هند به د پاكستان په ضد د ان??اف نړيوال عدالت كښې د عدالت د توهين مقدمه دائر كړې وه او د ملګرو ملتونو په سلامي كونسل كښې به ئې د پاكستان په ضد د بنديزونو لګولو هڅه كوله،ده وو??ېل مونږ قانون سازۍ كولو سره د دوي دا ناوړه مقاصد ناكامه كړي ۔ ده وو??يل اپوزيشن له د سكيورټي رېډ ل??ئن?? خيال ساتل پكار دي، دوي ناسم معلومات خپروي۔ ده وو??يل پيپلز پارټۍ له پخپل دور كښې سر شمېره كول پكار وه ، د مسلم ليګ(ن) په دور كښې د اېم كيو اېم په مطالبه د سر شمېرې د پنځه فيصده آډټ كولو لوظ شوے خو بيا وروستو ئې انكار وكړو، ده وو??ېل اېم كيو اېم د تر سره شوې سر شمېرې بيا كولو هم غوښتنه كړه وه ٬ ھغه وخت دوه لارې وي٬ چې دا سر شمېره مسترد كړې شوې وه يا بيا نوې شمېره شوه وه ٫ د اوسنۍ قانون سازۍ نه پس به په جديد ډول په ټېكنالوجۍ آډآنه سر شمېره كېږي۔ د پوښتنو په ځواب كښې بيرسټر فروغ نسيم وو??يل اپوزيشن حكومت قانون سازي كولو ته نه پرېږدي٬ هغوي له په ايوان كښې د خبرو موقع وركړې كېږي خو هغوي بيا هم بائيكاټ كوي۔ ده وو??يل پارلمان كښې په عددي اكثريت قانون سازي كېږي٬ ھغې ته غېر جمهوري وئيل نامناسب دي۔ ده وو??يل الېكشن كمېشن يوه خپلواكه اداره ده او د پارلمان څخه د منظور شوو قوانينو له مخې د انتخاباتو كولو پابند ده
د كلبھوشن ياديو په معامله قانون سازۍ سره مو د هند ناوړه عزائم ناكامه كړي۔ د وفاقي وزير بېرسټر فروغ نسيم ٬ د قانون او انصاف پارلماني سېكرټرې مليكه بخاري سره د خبري كفنرنس
مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا