بالاکوټ۔ 7 اکتوبر (اے پی پی) د 8 م اكتوبر پېښې 12مه كليزه (نن) د اتوار په ورځ لمانځلې شي۔ په دې مهال به د 8 م اكتوبر كال 2005ﺀ زلزله كښې د شهيد شويو كس??نو په قبرونو اجتماعي دعا كولې شي۔ د بالاكوټ تحصيل ټول كاروباري مركزونه به بند وي۔ د تفصیلات ترمخه د خالي په ورځ په 8 اكتوبر 2005ﺀ سح?? 10 دقيقې كم 9 بجې په بالائي سيمو كښې د 7.6 شدت زلزلې يو شمېر ښارونه خپله ولقه كښې واخستل او ګڼ شمېر كلي د مخ د زمكې څخه پناه شول۔ ددې پېښې په نتيجه كښې 80 ز??ه څخه زيات كس??ن مړه شول۔ زلزله ځپلي د 12 كلونو تېرېدو باوجود په خوار و زار ژوند تېرولو مجبور دي۔ زلزله ځپليو په دې اړه اے پي پي سره خپلو خبرو كښې ووئيل د زلزلې څخه وروستو د حكومتونو او بېلو اېن جي اوز لخوا راك??ې شوي شېلټرز بېخي ختم شوي دي۔ د حكومت لخوا مت??ثرين رېډ زون لپاره د “بکریال سټی” په نامه د كلي جوړولو منصوبه بندي 10 كاله وړاندې شوې ولې د سيمې اولس د پلاټونو په ترلاسه كولو كښې ستونزو سره مخ دي۔ ځپليو وزيراعظم ته خواست وكړو چې د اړوند څانګو چارواكي زلزله ځپليو كښې د پلاټونو وېش زر تر زره پابند كړي۔
د 8م اكتوبر پېښې 12 مه كليزه نن لمانځلې شي۔ د 5 دقيقو زلزلې 80 زره كسان د مرګ خولې ته واچول
مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس