بيجنګ 30 مارچ (اے پي پي) وزير خارجه شاه محمود قرېشي وئيلي دي د پاکستان او ايران ترمېنځه د يو ډول عقيدې ٬ كلتور او تاريخ په بنياد د ورورولۍ ژورې اړيكې قائم دي٬ دا خبره د اطمينان وړ ده چې د پاکستان او ايران ترمېنځه دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په چين كښې د افغانستان د ګاٶنډيانو هېوادونو درېمې غونډې په موقع د ايران خارجه وزير حسېن امير عبداللهيان سره په خبرو كښې كړې چا چې د شورو په ورځ دوي سره ملاقات كولو ۔ په دې موقع خارجه سېكرتري سهېل محمود، په چين كښې د پاکستان سفير معين الحق او افغانستان لپاره خاص نمائنده محمد صادق هم موجود وٶ۔ د ملاقات په مهال په وده اړخيزه اړيكو ٬ سيمه ايزې سلامتيا او د شريكې خوښې په مهمو چارو د خيالاتو څړګندونه شوې۔ ۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه سياسي، اقتصادي، دفاعي او د انټيلي جنس په څانګو كښې د لوړې كچې تبادلې د اړيكو د استحكام مظهر دي ٬ په مسئله کشمير د پرله پسې او غير متزلزل مرستې په حقله د ايران د قيادت مننه كوٶ۔ خارجه وزير د دواړو هېوادونو ترمېنځه د 21م مشتركه اقتصادي كېمشن په زر تابيا كولو هم زور راوړو۔ خارجه وزير د ايران خپل هم څنګ خبر كړو چې پاکستان په مند پشين پوله منډۍ كښې 85 فيصده نه زيات كار بشپړ كړے٬ دغسې د ايران خارجه وزير تر جون كال 2022 د من پشين٬ ګبډ ريمدان او د ميرجاوه تفتان پولې منډيانې د بشپړولو عنديه وركړه ۔ په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ايران خپل همڅنګ ته د پاکستان ايمبيسي انټرنيشنل اسکول تهران لپاره د زمكې مختص كولو په درخواست د همدردانه غور كولو خواست هم وكړو۔ مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل د پاکستان قيادت او اولس د ايران د صدر رئيسي زر تر زره د پاكستان دورې ته سترګې په لار دي ۔ دواړو خارجه وزيرانو په مهمو سيمه ايزو چارو مشاورت لپاره نزدې رابطې دوامداره ساتلو ته هم اتفاق وكړو
د پاکستان او ايران ترمېنځه د يو ډول عقيدې ٬ كلتور او تاريخ په بنياد د ورورولۍ ژورې اړيكې قائم دي، د پاکستان او ايران ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو مسلسل وده د اطمينان وړ ده۔ وزير خارجه شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب