اسلام آباد ۔ 10 مارچ (اے پی پی) د جماعت اسلامی امير سناتور سراج الحق وئيلي دي په سوشل ميډيا ګستاخانه خاكو سره د اسلامي نړۍ جذباتو ته زيان رسېدلې دې ۔ اسلام آباد هائی کورټ د مسلمانانو د جذبو ترجماني كړې۔ سړي سر شمېره د وخت ضرورت دے چې په بنياد ئې د هېواد پلاننګ كولې شي او پرمختيائي فنډز بېلولې شي۔د پارلماني غړو ترمينځه جنګ جھګړا ښه خبره نه ده۔ د دواړو غړو ترمينځھ بايد سپيكر روغه وكړي۔ د جمعې په ورځ پارلمان څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل په سوشل میډیا د نبي كريم (ص) په شان كښې ګستاخانه الفاظ ليكلې شوي او خاكې جوړولې شي چې په سوب ئې د اسلامي نړۍ جذباتو ته زيان رسي۔ ده ووئېل اسلام آباد ھائی کورټ د مسلمانانو د جذبو سمه ترجماني كړې۔ د داسې كسانو په ضد بايد كاروائي وكړې شي۔ ده وئيل د داسې وېب پاڼو او لارو بندولو لپاره بايد حكومت خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي
په سوشل ميډيا خپرو شوو خاكو سره د مسلمانانو جذباتو ته زيان رسېدلې۔ سناتور سراج الحق
مضمون کا ماخذ : راکی