اسلام آباد۔18دسمبر(اے پی پی) د وزيراعظم خاص مرستيال او د پاکستان پيپلز ګوند لارښود فېصل کريم کنډي وئيلي دي چې د بلاول بهټو زرداري بيان د کشميري او پاکستاني اولس غږ دے، خارجه وزير بلاول بهټو زرداري هندوستان ته آئينه ښودلې ده، هندوستان كښې د بشري حقونو خلاف ورزي انتها ته رسېدلې ده٬ عمران خان احسان هېرونكې انسان دے ٬ تل يۍ په خپلو محسنانو وار كړې دې٬ كه د پنجاب او خېبر پښتونخوا اسمبلۍ ماتې شوې نو مونږ په دې صوبو كښې ټاكنو كولو ته چمتو يؤ٬ په هېواد كښې به ټول ټاكنې په خپل وخت كېږي۔ د اتوار په ورځ په پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې ده ووئيل په هند كښې يوازې آر اېس اېس لاريونونه وباسي پاتې ګوندونو كښې كوم ګوند د مودي ملاتړ نه دے كړے۔ ده ووئيل په ملګرو ملتونو كښې د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري لخوا وركړې شوې بيان د پاكستان او د ټولو جمهوريت خوښوؤنك غږ دے۔ ده ووئيل خارجه وزير بلاول بهټو زرداري په ملګرو ملتونو كښې د ټولو پاكستانيانو او كشميريانو نمائندګي كړې ده۔ ده وویل چې آر اېس اېس ګوند د احتجاج اعلان کړې، کانګرس او نور ګوندونه د دوئي ملاتړ نه کوي۔ ده وویل چې عمران خان پرون د اسمبلۍ د تحليل كولو نېټه ورکړه، ده وویل چې پاکستان پیپلز ګوند په دې صوبو کې انتخاباتو ته چمتو دے۔ ده پوښتنه وكړه چې هغه اربونه روپۍ چې عمران خان د سېلاب لپاره راټولې کړې وې، هغه چرته لاړې؟، هغه په لانګ مارچ یا خپل ګوند کښې مصرف کړې؟ ده ووئيل مونږ د سېلاب ځپلو لپاره د حكومت نه 70 اربه روپۍ ترلاسه كړې دي٬ مونږ دا رقم د بېنظير انكم سپورټ پروګرام لاندې 99 فيصده خلقو ته رسولې دې۔ ده ووئيل په دې وروستيو كښې مونږ نرښځي هم په دې سكيم كښې شامل كړې دي ٬ د چا چې شناختي كارډ جوړېږي هغه به د دې سكيم برخه ګرځي۔ ده ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې دوئي لس كاله حكومت وكړو ٬ په لكي مروت كښې خلك شهيد كړې شول ٬ په پوليو وركرز بريدونه كېږي ٬ د دوئي پوليس سياستمدارو ته په تحفظ وركولو كښې بوخت دي۔
د بلاول بھټو زرداري بيان د كشميري او پاكستاني اولس غږ دے٬ پخوا به هند په نړيواله كچه د پاكستان په ضد پراپېګنډا كوله٬ خارجه وزير بلاول بھټو زرداري هند ته آئينه وښودله ٬ فېصل كريم كنډي
مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری