بيجنګ 18 اکتوبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د شورو په ورځ بيجنګ كښې نړيوالې مرستې لپاره په درېم بيلټ اينډ روډ فورم (بي آر ايف) كښې ګډون كړے۔ د بي آر اېف د لوړې كچې فورم ته په “آزاد نړيوال معيشت كښې د روابطو اهميت په موضوح خپلې وېنا كښې وزيراعظم د درېم بي آر آئي فورم په کاميابه تابيا د چين مشرانو له مباركي وركړه۔ ده د شريك سباٶن او د بېلټ اېنډ روډ انيشي اېټو په اړه د نړيوالې كميونټۍ صدر شي جن پنګ د وژن ستائنه كولو سره ووئېل دا د نړيوالو رابطو٬ مشتركه پرمختګ او مشتركه خوشحالۍ لپاره ډېر اهميت لري۔ ده د صدر شي جن پنګ د اته نكاتي اېجنډې ملاتړ هم وكړو٬ د بي آر آئي د فلېګ شپ منصوبې په توګه چين پاکستان د اقتصادي راهداري (سي پېك) لسمه سالګره لمانځي۔ ده د پاكستان د نوو اقتصادي موقعو راپېدا كولو كښې د سي پېك اهم كردار رامخې ته كړو٬ د پاکستان مضبوط اقتصادي پرمختګ لپاره د دې اهميت رامخې ته كولو سره ده ووئيل سي پېك د پرمختګ٫ جدت٬ معاش٬ ګرين اكانومي ٬ آزاد او جامع راهداري له د چين د تجويز توثيق وكړو۔ وزيراعظم انسانيت ته د رامخې ته پېچلو نړيوالو چېلنجونو مخنيوي او د ملګرو ملتونو تل پاتي پرمختګ اهداف او د كال 2030 د اېجنډې له مخې د ترلاسه شوو كاميابو په لاره كښې خنډان لرې كولو لپاره د متفقه نړيوال غبرګون په ضرورت زور رواړو۔ ده د تګ راتګ، توان او په ډيجيټل معيشت كښې سرمايه كاري كول په پرمختګ كونكې نړۍ كښې د بنيادي انفرسټركچر د خلاء لرې كولو په سمدستي ضرورت هم زور رواړو
سي پېك د پاکستان تل پاتې اقتصادي پرمختګ لپاره ډېره د اهميت وړ منصوبه ده۔ د نګران وزيراعظم بېلټ اېنډ روډ فورم ته وېنا
مضمون کا ماخذ : پاور بال