اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف ته د فلسطين اولس محمود عباس د زيارت په ورځ ټيليفون وكړو او په بهاولپور كښې ئې د تېلو د ټانكر په پېښه كښې په ځاني زيان خواشيني وښودله۔ په ټېلفوني خبرو كښې وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل چې د بهاولپور پېښه ډېره دردوونكې ده كومه چې د وړوكي اختر په موقع رامېنځ ته شوې۔ ټول قوم په دې پېښه غم جن دے۔ ده ووئيل چې حكومت د ځپليو مرستې لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كړي دي۔ وزيراعظم په غمرازې كولو د فلسطيني اولس مشر مننه وكړه۔ دواړو مشرانو يو بل ته د اختر مباركي هم وركړه۔ وزيراعظم د پاكستاني حكوم?? او اولس لخوا د فلسطين حكوم?? او اولس لپاره د نېكو هي??و څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل چې پاكستان تل د فلسطين د آزادې د مقصد ملاتړ كړے او په دې هڅو كښې د فلسطيني ورور اولس اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔
مضمون کا ماخذ : ریل رش