اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره ملتان څخه تعلق لرونكو د صوبائي اسمبلۍ غړو او د ګوند كاركنانو ليدلې دي۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كوونكو كښې د صوبائي اسمبلۍ غړو نديم قرېشي٬جاوېد اختر انصاري او د تحريك انصاف كاركن ملك عدنان ډوګر شامل وو۔په دې موقع ګډون كوونكو وزيراعظم ته په اولسي اجتماع امر بالمعروف په كاميابۍ مباركي وركړه او په ملتان كښې يې په روانو پرمختيائي پروژو٬ د سوئېلي پنجاب پېكج او د نيا پاكستان صحت كارډ په اړه د اولس ډاډګيرنې نه هم خبر كړو۔ دغسې وزيراعظم عمران خان د اولس خېر ښېګړی لپاره د روانو پرمختيائي پروژو زر ترسره كولو او د ګوند تنظيم لا مستحكمولو هدايت وكړو
مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر