پېنډۍ 17 اکتوبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره د ناروے سفير پېرالبرېټ السېس ليدلي٬ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو او په سيمه ايزه سلامتيا د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د آئي اېس پي آر له مخې د ملاقات په مهال دواړو مشرانو په ټولو څانګو كښې د دوه اړخيزه اړيكو د زياتولو خوښي څرګنده كړه ۔ د ناروے سفير په پاکستان كښې په دې وروستيو كښې د سېلاب له امله په شوي زيان د افسوس څرګندنه كولو سره سيمه ايز استحكام لپاره د پاكستان د هلو ځلو ستائنه وكړه او پاكستان سره په هره كچه سفارتي مرسته لا ښه كولو لپاره ئې د خپل كردار لوبولو لوظ وكړو
مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری