اسلام آباد 26 مارچ (اے پی پی) د پاكستان بحريد آپرېشنل مشق رباط 2018 ډي بريف سېشن د ګل په ورځ كراچۍ كښې تر سره شو??د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفرمحمود عباسي د وروستي سېشن خاص مېلمه ؤ۔پھ دې موقع په خپلو خبرو كښې د پاك بحريه مشر د پاك بحريه د يونټو په حربي صلاحيت او تيارۍ د بشپړه اطمينان څرګندونه وكړه او وې وئېل پاك بحريه د دښمن د هر ډول جارحانه اقدام شنډولو مكمل اهليت لري٬شريك آپرېشنل مشقونه د وطن دفاع لپاره ضروري او وظيفائي تربيه او تياري لپاره ډېر مهم دي۔ده ووئيل د پاكستان بحريه او فضائيه ترمينځه د شريك آپرېشنز پلو پام ش??ې چې دغسې د دواړو ځواكونو ترمينځه د شريك ربط لوړ معيار رامخې ته كړې شي۔اېډمرل ظفرمحمود عباسي د شريك مشق د ټولو ګډون كوونكو هڅې وستائېلې چا چې په سمندر كښې آپرېشنل پرو??و ته عملي جامه وركولو سره د غوره صلاحي??ون?? څرګندونه كړې۔افسرا??و او ځوانانو سره د ملاقات په مهال د پاك بحريه مشر د هېواد د بحري سرحدونو دفاع لپاره د دوي د عزم او حوصلې او د وظيفائي تيارۍ ستائنه وكړه۔ده ووئيل په لار كښې موجود چېلنجونه دا تقاضه لري چې مونږ د خپلو آپرېشنل پلانونو د مشقونو٬ غور او فكر د لارې هر وخت جاج اخلو۔ده ووئيل د پاكستان بحريه د بشپړه صلاحي??ون?? يو مضبوط بحري قوت دے كوم چې د دښمن د هر ډول جارحانه اقدام شنډولو مكمل اهليت لري۔نيول چيف ووئيل سخته وظيفائي تربيه٬غوره حكمت عملي او د باقاعده مشقونو د لارې خپله دفاعي منصوبه بندي لا ښه كول ډېر مهم دي۔ده ووئيل د پاك بحريه د ټولو بحري او فضائي يونټو او افسرا??و او سېلرز ته هر وخت د وېخ پاتې كېدو او په جنګي اعتبار سره د چمتو اوسېدو ضرورت دے دغسې جې د پاكستان د بحري سرحدو??و او ګټو په ښه ډول تحفظ وكړې شي۔ده ووئيل پاك بحريه به د شريكو مشقونو د لارې د خپلو افسرا??و او ځوانانو د وظيفائي صلاحي??ون?? لا ښه كولو عمل روان ساتي۔د رباط مشقونو مقصد د روايتي او غېر روايتي قسم ګڼ اړخيزه خطرو په پس منظر كښې د پاك بحريه د حربي پلانونو جاج اخستل دي۔ ده ووئېل په بحير عرب كښې د پاكستان نيوي او د پاكستان ايئر فورس ترمينځه د شريك آپرېشنز په عملي توګه جاج اخستل هم د دې مشقونو يو بل مهم مقصد دے
شريك آپرېشنل مشقونه د وطن دفاع لپاره ضروري او وظيفائي تربيه او تياري لپاره ډېر مهم دي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی موبائل ایپ