اسلام آباد 27 جون (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله وئېلي دي مسلم ليګ(ن)به د پنجاب اسمبلۍ د 16 څخه په زياتو چوكو ضمني ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كوي۔د ګل په ورځ يو نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله ووئيل د مسلم ليګ(ن)نائب صدره مريم نواز به د ګوند د اميدوارو د انتخابي كمپائن مشري كوي۔وفاقي وزير ووئيل مسلم ليګ(ن)د چا نه يره نه لري ځكه چې موجوده حكومت اتحادي دے څوك چې په اتفاق پريكړې كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل اسلم بهوتاني د بجټ په اړه په قامي اسمبلۍ كښې خبره كړی وه۔ده ووئيل په پارليمان كښې دا ډول وېناګانې د معمول خبره ده۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پنجاب وزيراعلٰی حمزه شهباز ته په پنجاب اسمبلۍ كښې اكثريت ترلاسه دے
مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا