لاهور 05 جون (اے پي پي) وزير اعظم محمد شهباز شريف ووئيلي دي چې قامونه محنت ‘صف بندۍ او پلاننګ سره جوړېږي كوم لپاره به چې كردار ترسره كول وي ‘ بايد په صحت او تعليم څه سمجھوتا ونه كړې شي، آئي ټي او نورو څانګو كښې پاكستان زيات مخ په وړاندې تللې شي، معيشت به روانولې شي ، معيشت قوي كولو لپاره به راوړاندې كيدل وي’ هېواد مخ په وړاندې بوتللو لپاره ګرينډ ډائيلاګ ته اړتيا ده، ښه كسان چې كوم هم حكومت سره كار كوي بايد هغې له سياسي رنګ ورنه كړې شي،مونږ له به د خپلې خوښې يا ناخوښې څخه ځانله او ذاتي انا پرېښودلو سره د هېواد ګټي او اولس او قام پرمختګ او سوكالۍ لپاره كار كول وي،دا مهال نړۍ كښې مونږ له مخ په وړاندې تللو ته اړتيا ده خو د بده مرغه مونږ ډير شاته پاتې شوې يو،پخواني حكومت د پي كے ايل آئي كوم چې د سيمې ښه روغتون ؤ هغه د سياست نظر كړې،مونږ هڅې وكړي او په زړه كاڼې كېښودلو سره مو د پيټرول بيعې زياتې كړي،زه بشپړه هڅه كوم چې په غريبانو بوجھ پرينوځي۔ده د اتوار په ورځ په لاهور كښې انډس روغتون پرانستي دستورې ته وينا كوله۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف په خپل خطاب كښې ووئيل انډس روغتون دستوره كښې ګډون زما لپاره د فخر خبره ده، نن ورځ زما د خوشحالۍ ورځ ده چې ما ته د يو داسې روغتون د پرانستې موقع ترلاسه شوې كوم چې زړه سوې تن جوړ كړې۔ د غريبانو لپاره دا ډول پرووې پيل كونكې دين او دنيا دواړه ګټي،كوم كسان چې د قرآن په تعليمات عمل كوي هم هغه دين او دنيا ګټي۔وزير اعظم محمد شهباز شريف ووئيل هېواد مخ په وړاندې بوتللو لپاره ګرينډ ډائيلاګ ته اړتيا ده، چې پكښې د هېواد د پرمختګ سره تړلې په ټولو څانګو خبري وكړې شي۔مونږ له به هېواد مخ په وړاندې بوتلل وي دغسې دې لپاره به په لويه توګه خبرې اترې كول وي، مونږ له به د ټول سټيك هولډرز سره خبري اتري كول وي۔د ګرينډ ډائيلاګ مقصد دا دې چې په دې كښې د صحت، تعليم، صنعت او زراعت پرمختګ لپاره خبري وكړې شي، د آئي ټي پشمول داسې څانګي شته چې پكښې هېواد مخ په وړاندې تللي شي۔وزير اعظم ووئيل زه دلته كومې سياسي خبرو له نه يم راغلې خو پخواني حكومت پي كے ايل آئي كوم چې د سيمې ښه روغتون ؤ هغه د سياست نظر كړې دې د هغې ښه عملعه ئې وېستلي ده، په غې كښې خذمات ترسره كونكي ډاكټران بهر هېوادونو څخه خپله نوكري پرېښودلو سره پاكستان ته راغلې ؤ۔محمدشهباز شريف ووئيل مونږ يواځې د سياست په خاطر دومره لوئ جرم كړې چې په لكهونو كسان مو بے آسرا كړې دي،بايد دا دروازه بند كړې شي څوك به راځي څوك به ځي صنعت، تعليم، صحت، زراعت، او په معيشت سياست كونكو له به اجازه نه شي وركولې۔ده ووئيل مونږ له به د هېواد تقدير بدلول وي د تواقبال په نظريے عمل كولو ته اړتيا ده۔په سياسي حالات د خيالاتو خرګندونې سره ده ووئيل زه وايم چې په قرض انحصار كونكې هېواد به تر څو ژوندې وي۔ده ووئيل نن د پيټرول، برېښنا او نور څيزونو بيعې زياتې شوې دا د اوس پريكړه نه ده، دا معامله د هغه وخت څخه راروانه ده كله چې د تحريك عدم اعتماد خبره كيدله،هغه وخت مونږ نړۍ كښې د ټولو څخه وړاندې پكار ؤ خو داسې نه ده۔ بنګله ديش ته به وئيلي كيدل چې هغه بوجھ دې ، خو هغه بوجھ نه ؤ هغه يو بوجھ جوړولو سره وړاندې كړې شوې ؤ نن د هغې برآمدات 40 اربه دي، مونږ هم په 27،28 اربه يو۔كله چې ګراني په نړۍ كښې آسمان سره خبري كولې نو مونږ په مارچ مياشت كښې بيعې راوغورځولې، درې نيم كاله چا له څه هم نه دې وركړې شوې۔ده ووئيل مونږ لوئ هڅې وكړې خو بيا مو په زړه كاڼې كېښودلو سره د پيټرول بيعې زياتې كړي،زه به هڅه كوم چې په غيرب بوجھ نه پريوځي۔ وزير اعلي پنجاب ته وئيلي شوې چې پيك آورز كښې د ميټرو ټكټ نيم كړي دغسې چې غريبانو ته يسانۍ ترلاسه شي۔ ده ووئيل بے نظير انكم سپورټ مكشې موجود ډيټا شفاف ده ٬ د دې ترمخه مونږ 7 كروړه اولس له د مياشتې دوه زره روپۍ وركوو۔محمد شهباز شريف ووئيل د برېښنا پلانټ شته خو تيرو درې نيمو كلونو په مهال چې څه شوې د هغې حساب به څوك وركوي’ زمونږ يوه نيمه مياشت شوې چې راغلي يو،زه حساب وركولو له چمتو يم، ما وئيلي چې د دوه ساعتونو څخه زيات لوډ شيډنګ به په هيڅ صورت كښې نه شي زغملے۔د برېښنا منصوبې شته خو د ګراني بيعې ايندھن ته حاجت دې۔ وزير اعظم محمد شهباز شريف د ويلفيئر روغتون په جوړولو د تشكر څرګندونې سره د هغه لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كولو سره ووئيل انډس روغتون د بانيانانو په مرسته مونږ په مظفر ګړھ كښې طيب اردوان روغتون په ښه ډول فعاله ساتلې۔محمد شهباز شريف ووئيل جوبلي ټاؤن كښې په 600 كټونو مشتمل روغتون كښې د نړيوال معيار آسانۍ به وركولې شي۔ لاهور انډس روغتون مؤسسانو كښې اقبال كراچي او د هغه كورنۍ ، جاويد ارشد بھټي او مياں محمد احسن شامل دي، روغتون جوړولو كښې د اقبال كراچي د اړخه د 2 اربه روپو ، احسن محمد احسن، جاويد بھټي، احسن پرويز، انوار غني، اعجاز ګوهر، مياں طلعت او مياں احمد پشمول نورو په اربونو روپو د مرستې كولو اعلان وكړو۔د پرانستېي دستوره كښې د انډس روغتون مؤسسانو اقبال كراچي او د هغه كورنۍ ، جاويد ارشد بھټي’ مياں محمد احسن’ احسن پرويز، انوار غني، اعجاز ګوهر، مياں طلعت ‘ مياں احمد’ډاكټر امجد ثاقب پشمول د بيلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو ګډون وكړو
قامونه محنت ‘صف بندۍ او پلاننګ سره جوړېږي كوم لپاره به چې ټولو له كردار ترسره كول وي،وزير اعظم محمد شهباز شريف انډس روغتون پرانستي دستورې ته وينا
مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث