اسلام آباد 12 اپريل (اے پي پي) د تېرو 24 ساعتو په مهال په هېواد كښې د كورونا وائرس نور 4584 كيسونه رپورټ شوي او په وبا نور 58 كسان په حق رسېدلي۔ د نېشنل كمانډ اينډ آپرېشن سنټر(اېن سي او سي) له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا په وبا په خېبرپښتونخوا كښې تر ټولو زيات مرګونه شوي٬ د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس په نتيجه كښې 58 كسان په حق رسېدلي چې پكښې 12 كسان په وينټي ليټر موجود وو۔ د اېن سي او سي له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا نور 4584 كيسونه رامخې ته شوي۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 44 زره 514 ټېسټونه شوي او تراوسه په هېواد كښې د كورونا څخه د ښه شوو كسانو شمېره 6 لكه 34 زره 835 ته رسېدلې. په ګلګت بلتستان، آزاد كشمير او بلوچستان كښې د كووډ كوم رنځور په وينټي ليټر نشته. په ټول هېواد كښې 512 رنځوران په وينټي ليټر موجود دي او د فعاله كيسونو شمېره 75 زره 266 ده۔ د ځپليو ټوله شمېره 7 لكه 25 زره 602 ده. په وبا د حق رسېدليو ټوله شمېره 15 زره 501 ته رسېدلې۔ تراوسه په هېودا كښې د كووېډ 1 كروړ 7 لكه 79 زره 474 ټېسټونه شوي۔ دغسې د كووډ علاج لپاره په بېلو كړے شوو 630 روغتونونو كښې 4 زره 979 رنځوران تر معالجې لاندې دي.
د تېرو 24 ساعتو په مهال په هېواد كښې د كورونا وائرس نور 4584 كيسونه رپورټ شول ٬په وبا نور 58 كسان په حق رسېدلي۔ نېشنل كمانډ اينډ آپرېشن سنټر
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ویب سائٹ