اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي) د پارلماني چارو وزير مملكت علي محمد خان وئيلي دي حكومت د غوره حكمت عملې د لارې د كورونا وائرس په پېدا شوي صورتحال قابو موندلے، د چين څخه د واكسين وړومبنې پېره به د اتوار په ورځ راورسي. د فرورې تر پاې به نور واكسين هم راشي، فرنټ لائن د روغتيا كاركنانو او مشرانو ةګرو ته به په ترجيحي توګه واكسين لګولې شي. د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سېنېټر شېري رحمان او عائشه رضا فاروق د پام راګرځونې نوټس په ځواب كښې ده ووئيل د واكسين زر او يو برابر شتون د انساني ژوند سره تعلق لري او په دې لړ كښې څوك په تياره كښې نه ساتلے كېږي. ده ووئيل حكومت د كووېډ-19 صورتحال مخ نيوي لپاره غوره حكمت عملي اختيار كړې. يو نيم كروړ كورنيو سره مرسته شوې. زمونږ په هېواد كښې د ماسك او اكسيجن ستونزې وې۔ده ووئېل د روغتيا څانګې كاركنانو لوئې قربانې وركړې. د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير او د دفاعي پېداوار وفاقي وزير په دې لړ كښې ډېر محنت كړے او پاكستان نن د دې جوګه دے چې وېنټي لېټرز برآمد كوي. ماسكونه جوړوي.
حكومت د غوره حكمت عملې د لارې د كورونا وائرس په پېدا شوي صورتحال قابو موندلے. د پارلماني چارو وزير مملكت علي محمد خان
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا جیک پاٹ