انقره 01 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف او تركيې صدر رجب طيب اردوان د دواړه هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو د لا قوي كولو د عزم پخلې كولو سره وئيلي دي چې د دواړو هېوادونو اړيكې په شريك تاريخ او مقاصدو اډانه دي او دا اړيكې به وخت سره سره لا قوي كولې شي ، د پاكستان او تركيې ترمينځه نزدې ملګرتيا او مرسته به هم لا قوي كولې شي، ستمبر كښې به په اسلام آباد كښې د اعليٰ پائې غونډه كولې شي چې ورسره به د دواړه هېوادونو اړيكو ته د لا ودې وركولو موقع ترلاسه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوي د شورو په ورځ د ملاقات نه پس شريك خبرې كنفرنس ته په وينا كښې وكړه۔ وزيراعظم محمد شهبازشريف ووئيل چې سږ كال دواړه هېوادونه د خپلو سفارتي اړيكو 75مه سالګره لمانځي۔ وزيراعظم د صدر اردوان سره ملاقات د نتيجې وړ ګرځولو سره هيله څرګنده كړه چې د تركيې صدر فعاله قيادت كښې به دوه اړخيزه اړيكې لا قوي شي۔ د تركيې صدر رجب طيب اردوان ووئيل د ملاقات په مهال په سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو تفصيل سره د خيالاتو څرګندونه شوې۔ ده د دوه اړخيزه اړيكو د كار دائره د لا پراخه كولو د عزم پخلې وكړو۔ وزيراعظم شهباز شريف په تود هركلې او ميلمستيا كولو د تركيې صدر مننه وكړه ۔ ده ووئيل تركيې ته راتلل زما خپل دويم كور ته د راتللو مترادف دې، ما د خپل ځان سره د پاكستاني اولس د اړخه د تركيې وګړو لپاره د نيكو پيغام راوړې۔ ده ووئيل پاكستان او تركيه خپلو كښې شريك كلتور٬ مذهب او روحاني ورثه لري كوم چې د وخت د حدود، جغرافيې او سياست څخه ماوراء دي،مونږ دې خپلولۍ ته د مقدس امانت په توګه ګورو كوم چې زمونږ پلار نيكه مونږ له راكړې دي۔ وزيراعظم ووئيل سږ كال به مونږ د سفارتي اړيكو 75مه سالګره په ښه ډول لمانځو،زما د خوږ ورور صدر رجب طيب اردوان متحرك او بصيرت لرونكې قيادت كښې زمونږ اړيكې به لا قوي شي۔ده ووئيل زمونږ هېوادونو د اعليٰ پائې سټرټيجكي مرستې كونسل په غونډو كښې په خبرو اترو كښې بوښت دي كوم چې زمونږ په شريكو ګټو اډانه دي، دا اعلان كولو سره زه ډير خوشحاله يم چې صدر اردوان د اعليٰ پائې راروانه غونډه په ستمبر كښې په اسلام آباد كښې د كولو اشاره كړې۔ وزيراعظم ووئيل زه د صدر طيب اردوان مننه كوم چې هغه مونږ له د كوربتوب موقع راكړه او مونږ د نيجې وړ دې ملاقاتونو ته سترګي په لاره يو، د پاكستان اولس به د دوي تود هركلې وكړي۔دا پرېكړه هم شوې چې جون كښې به يو قوي تجارتي پلاوې هم د پاكستان دوره وكړي،زمونږ ډله به هلته د دې ملاقاتونو لپاره مناسب تياري وكړې دغسې چې مونږ كوټلې او د نتيجې وړ اقدامات وكړې شو۔ده ووئيل اي كامرس، ټورازم، تعليم او انفراسټركچر ډويلپمنټ په شان زياتو څانګو كښې د تركيې سرمايه كار هلته سرمايه كاري كولې شي، پن برېښنا پيداوار او د تجديد وړ توان په څانګو كښې د تركيې سرمايه كارۍ په صورت كښې په مرسته ترلاسه كولو خوشحاله شوې يو،زمونږ د تركيې وروڼه به سرمايه كاري كولو سره مونږ ته آرزان توان ترلاسه شي۔ ده د دواړه هېوادونو ترمينځه دفاعي صنعت په څانګه كښې امكانات هم رامخې ته كړل۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل پاكستان او تركيه فطري شراكت دار دي، مونږ يو ډول موقعو په شان زياتو چيلنجونو سره هم مخ يو،زمونږ قامونه عمر له په هر سخت وخت كښې د يو بل سره ودريدلې دي،د پاكستان اولس بنيادي دلچسپۍ مسئلو او په خاص توګه د كشمير په مسئله د پاكستان د مؤقف په حمايت كولو د صدر رجب طيب اردوان هلې ځلې ستائي،د كشمير په شخړه د تركيې غير متزلزل حمايت سره بهادر كشميريانو ته حوصله ترلاسه شوې كوم چې د 7 لسيزو راهسې سخت انساني حقوق خلاف ورزيو ښكار دي۔ ده ووئيل ما صدر طيب اردوان د هند غير قانوني اقدامات سره سيمه ايز امن او استحكام ته پېښ خطر په اړه خبر كړې، پاكستان به د امن خپله جستجو پرې نږدي خو مونږ په دې خبره باور لرو چې سوئيلي اسياﺀ كښې كوټلې امن يوازې په هغه صورت كښې ترلاسه كيدې شي كله چې د جمو او كشمير پخوانۍ شخړه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو او كشميريانو د خواهشات له مخې حل كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان عمر له تركيې قبرصي وروڼو د مقصد بشپړه ملاتړ كړې او مونږ به د هغوې د جائز حقوق او هيلو ملاتړ روان ساتو۔ده ووئيل پاكستان د ترهه ګرې په ضد جنګ كښې د تركيې سره ولاړ دې او د تركيې دښمن د پاكستان دښمن دې۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ شراكت داري عمر له د ښېګړې طاقت دې او مونږ يو امناكه او مستحكم افغانستان شريك مقاصد له ودې وركولو لپاره د څو لسيزو راهسې په ګډه كار كړې، مونږ دواړه هېوادونه په نړۍ كښې د كډوالو د لوئې آبادۍ كوربتوب كړې او د خپل محدود وسائل سره ئې كوو۔ده ووئيل زمونږ خپلو كښې جذباتي رشته روايتي او د رياستونو ترمينځه او سفارتي اړيكو څخه بالاتر ده، دا يوه تاريخي او كلكه رشته ده كومه چې زمونږ په زړونو كښې ده۔ ده ووئيل مونږ په ستمبر كښې د صدر رجب طيب اردوان د پاكستان دورې ته سترګي په لاره يو، دې سره به زمونږ اړيكو ته لا وده ترلاسه شي۔ د تركيې صدر رجب طيب اردوان په خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستان او تركيه خپلو كښې نزدې ملګرتيا او اړيكې لري ٬ دواړه هېوادونه دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو له لوظي دي۔ده ووئيل د اولس د سوكالۍ لپاره پاكستان سره اقتصادي مرستې ته پام لرنه كوو، دواړه هېوادونه خپلو كښې د مواصلات، تعليم، ماحوليات او انفراسټركچر په څانګو كښې نزدې مرسته لري، پاكستان سره به بحري بيړو جوړولو كښې هر ممكن مرسته كوو۔ د تركيې صدر ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد د پاكستان د تولو هڅو ملاتړ كوو، په نړيوال فورمز د پاكستان د بشپړه مرستې مننه كوم،په بيل نړيوال فورمز او مهم نړيوال او سيمه ايزو چارو پاكستان او تركيه يو ډول دريځ لري۔ده ووئيل مونږ د كشميريانو د جائز هيلو او ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې حل كولو حمايت كوو۔ده ووئيل يو امناكه او سوكاله افغانستان د سيمې په ګټه دې، انساني همدردۍ په بنياد د افغانانو بشپړه مرسته شوې۔ د تركيې صدر ووئيل زمونږ خبرې اترې به د نتيجې وړ وګرځي، زه د خپل ورور محمد شهباز شريف او د هغه د پلاوي د تركيې په دوره كولو مننه كوم او خپلو پاكستاني وروڼو او خوياندو لپاره د نيكو هيلو پيغام وركوم۔ د پرېس كنفرنس په آخر دواړه لارښودو ستړي مشي وكړه۔دې څخه وړاندې دواړه لارښودو د شريكې ګټي په بيلو څانګو كښې مرستې لپاره په بيلو لوظنامو او د مفاهم په يادښتونو لاس ليك هم وكتلو۔
د وزيراعظم شهباز شريف او د تركيې صدر رجب طيب اردوان شريك پرېس كنفرنس، د دوه اړخيزه اړيكو د لا قوي د عزم پخلې
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2