اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي)د وزيراعظم د غربت كمولو او د سماجي تحفظ خاص مرستيالې سېنېټر ډاكټر ثانيه نشتر د جمعې په ورځ د تيره دوره كړې۔هغې د 12 كلونو د اوږدې مودې نه پس كور ته تلونكو ګڼ شمېر آئي ډي پيز ته هركلے اووې۔د غربت تخفيف او سماجي تحفظ ډويژن له مخې د دورې په مهال هغې د وزيراعظم منظورۍ نه پس د 15699 ځپليو كورنيو لپاره د وفاقي حكومت احساس ايمرجنسي كېش پیكج اعلان وكړو۔هرې كورنۍ ته به د سمدستي رېليف په توګه 20 زره روپۍ كيش مرسته ترلاسه شي۔په تيراه كښې ډاكټر ثانيه نشتر سره پاك پوځ او د كے پي كے فرنټيئر كور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔هغې د ځپليو كورنيو سړو سره سره مېرمنو سره هم خبرې وكړې او د هغوي د ضرورت جاج ئې واخست۔ هغې ووئېل “زه”په تيراه كښې د بې كوره شوو كورنيو بهادرۍ او قربانو ته سلام كوم ځوك چې د عسكريت خوښۍ او وروستو د پوځي عملياتو نه پس د تېرو 12 كلونو څخه د خپلو كورونو څخه لرې پاتې شوي٬ په د ډېره خوشحاله شوې يم چې په تيره كښې حالات معمول پلو روان دي۔ هغې ووئېل وفاقي حكومت د تېراه بېلو سيمو كښې راستنېدونكو ټولو ځپليو مرستې لپاره عزم لري۔ډاكټر ثانيه نشتر په تيراه كښې د احساس رجسټرشن ډيسك پرانستلو لپاره د شوو انتظاماتو هم جاج واخست۔د وزيراعظم د هدايت له مخې اولس ته خوراك رسولو لپاره د احساس يو ګاډې هم په تيراه كښې فعاله كړے شوے۔ 15699 كورنيو له تېراه پرېښودل وو چې كله عسكريت خوښو د افغان پولې سره نزدې د هغوي په سيمه قبضه كړې وه او د هغوي په ضد پوځي عمليات وكړے شول۔امنيتي ځواكونو اوس سيمه د عسكريت خوښو څخه پاكه كړی او هم دا وجه ده چې اوس آئي ډي پيز كورونو ته ستنېږي۔
د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر د تيراه دوره وكړه
مضمون کا ماخذ : خداؤں کی عمر