اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) د سندھ هائي كورټ چيف جسټس تښتول شوې زوې اوېس شاه په حفاظت سره راخوشې كړې شوې۔ د نجي ټي وي راپور له مخې د نهې په ورځ د آئي اېس پي آر ډي جي پھ خپل ټويټ كښې وئيلي دي چې د سندھ هائي كورټ چيف جسټس زوې اوېس شاه اېډوكېټ د خېبر پښتونخوا په ټانك سيمه كښې د عملياتو په مهال راخوشې كړې شوې۔ په خفيه اطلاعاتو شوې په دې كارروائې كښې 3 ترهګر هم وژل شوي دي۔ له بلې خوا سرلښكر جنرال راحيل شريف انټيلي جنس ادارو او امنيتي ځواكونو ته په كاميابه كارروائې مباركي وركړې۔ د سندھ ګورنر عشرت العباد خان د اوېس شاه په راخوشې كېدو د اطمينان څرګندونه كولو سره جسټس سجاد علي شاه ته په ټيليفون مباركي وركړې۔ ګورنر پاك پوځ ته په كاميابه كارراوئې مباركي وركړې۔
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ